امریکا غواړي آلمان سوریي ته ځمکني ځواکونه واستوي
۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبهد سوریي له پاره د امریکا متحدو ایالاتو ځانګړي استازي او د داعش ډلې ضد ائتلاف څخه جیمز جیفري، د آلمان خبري آژانس او «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «مونږ له آلمان څخه ځمکني ځواکونه غواړو، څو تر یوې اندازې زمونږ د پوځیانو تشه ډکه کړي.» نوموړی تمه لري چې د آلمان حکومت به همدا د جولايي په میاشت کې دې غوښتنې ته ځواب ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د سوریي له شمال ختیځ څخه خپل شاوخوا ۲۰۰۰ سرتیري را وباسي. دوی د سوریي د دیموکراتیکو ځواکونو SDF, او کردي ملیشه و YPG د پوځي ائتلاف او نورو یاغي ډلو ملاتړ کوي. په مارچ میاشت کې د سوریي دیموکراتیکو ځواکونو د داعش وروستی مرکز یا قرارګاه هم ونیوله. خو د دغې ډلې جنګیالي اوس هم په پټه فعالیت لري.
د ۸۰ هیوادونو ائتلاف
په همدې منځ کې امریکا اعلان وکړ چې غواړي خپل ۴۰۰ سرتیري د سوریي په شمال ختیځ کې پریږدي، څو په کردي سیمو کې د وضعیت په باثباته ساتلو کې مرسته وکړي. په عین وخت کې امریکا کوښښ کوي چې د آلمان په ګډون د داعش ضد ائتلاف په برخه کې د خپلو ۸۰ متحدو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
د امریکا ځانګړي استازې جیفري د جمعې په ورځ په برلين کې وویل: «مونږ دلته او د خپلو نورو ائتلافي شریکانو ترمنځ د داوطلبانو په لټه کې یو، چې غواړي له مونږ سره ګډه همکاري وکړي.»
آلمان تر اوسه پورې په عراق کې د داعش یا«اسلامي دولت» ډلې ضد پوځي ائتلاف په چوکاټ کې له تورنادو اکتشافي جت الوتکو، په هوا کې جنګي الوتکو ته د تیل رسونې او نظامي روزنې په برخو کې ماموریت ترسره کوي. دغه الوتکې له اردن څخه کار کوي. ټاکل شوې وه چې د اکتوبر په میاشت کې دغه ماموریت پای ته ورسیږي، خو د جون په میاشت کې له عراق څخه د لیدنې پر مهال د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د دې ماموریت غځولو ته خپله آمادګي ښکاره کړه.
ماس وویل: «په هر حال کې په اوس وخت کې دا يو ډېر مهم ماموريت دی څو داعش پری نه ښوول شي چې په اصطلاح د ځمکې لاندې ریښې وځغلوي او په دې توگه د دې جوگه شي چې نوی جوړښت رامنځته کړې او خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.«
د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې د آلمان د ماموریت د غځولو پریکړه د دغه هیواد پارلمان یا بونډسټاک ته وړاندې شوې ده چې که ډیر ژر وشي نو د سپټمبر په میاشت کې به پرې بحث وکړي، خو امریکا بیړه لري او د آلمان پر حکومت یي فشار ډیر کړی دی چې امله یي حکومت له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
haz/rb (dpa)s.n.b.s