1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر قبرس باندي د وسلو تحریم لیري کړ

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د قبرس جمهوریت به د ۱۹۸۷ کال را وروسته د اول وار له پاره بیرته د امریکا متحده ایالاتو څخه بی له کوم محدودیت څخه وسلې ترلاسه کړي. د وسلو د تحریم د دغه لیري کیدو خبر د امریکا خارجه وزارت تیره جمعه د سپټمبر پر ۱۶ مه ورکړ.

https://p.dw.com/p/4H1hR
DW Interview mit  Ersin Tatar
انځور: Gülsen Solaker/DW

پداسي حال کي چي د قبرس د یوناني ژبي برخي جمهور رییس، نیکوس اناستازیادیس په تویتر کي د دغه تصمیم څخه د یوه «نقطه عطف» په توګه هرکلی کړی دی، بیا د قبرس د شمال ترکي ژبي برخي پر دغه تصمیم باندي سخت انتقاد کړی دی. د قبرس د شمال د ترکي ژبي برخي څخه، چي د «شمالي قبرس ترکي جمهوریت» په نامه یادیږي او یوازي ترکیې په رسمیت پیژندلی دی، راغلي دي، چي د امریکا دغه تصمیم په سیمه کي د تشنج د رامنځته کیدو سبب ګرزیدلای سي. 

د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۸۷ م کال کي پر قبرس باندي د وسلو دغه تحریم ځکه ولګاوه، تر څو د دغي تقسیم سوي جزیرې د مخالفو اړخونو او د لویو قدرتونو لخوا ضمانت سوي یونان او ترکیې ترمنځ اختلافات د جنګونو له لاري نه، بلکي دیپلوماتیکو لارو یوه حل ته وهڅوي.