1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر ایران د نړیوالو بندیزو د بیرته نافذولو اعلان وکړ

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په رسمي ډول د ملگرو ملتونو د ټولو لغوه شویو بندیزونو د بیرته نافذیدو اعلان وکړ. د اټومي موافقې ټولو لاسلیک کونکو د بندیزونو د بیرته نافذولو مخالفت کړی دی. ایران د امریکا دغه اقدام غندلی.

https://p.dw.com/p/3ikGY
USA Washington | PK Mike Pompeo und Steve Mnuchin
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/C. Bowe

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو تیره شپه (د سپټمبر میاشتې ۱۹نیټه) ناوخته د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران پر وړاندې د ملگرو ملتونو د ټولو بندیزونو د نافذیدلو اعلان وکړ. دا د «ماشې مکانیزم» د فعالیدو په معنی ده او هغه بندیزونه دي چې له ایران سره د اټومي موافقې له کبله ځنډول شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل هغه ۳۰ ورځنی مهلت چې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې د «ماشه میکانیزم» د فعالولو له پاره وضع شوی وو، اوس پای ته رسیدلی دی او تر دې وروسته د ایران پر وړاندې د ملگرو ملتونو ټول ځنډول شوي بندیزونه بیرته خپل لومړني حالت ته راگرځي.

پمپئو په رسمي ډول د ملگرو ملتونو له ټولو غړو څخه وغوښتل چې د امریکا په پل قدم کیږدي او د ایران پر وړاندې په بشپړ ډول د بندیزونو عملي کولو ته دې ژمن پاتی شي.

هغه گواښ وکړ چې د ملگرو ملتونو سازمان هغه غړي هیوادونه کوم چې د بندیزونو د عملي کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو وفا ونه کړي د امریکا له خوا دې عواقبو ته په تمه اوسي.

د ایران غبرگون

په ملگرو ملتونو کې د ایران استازي مجید تخت رواچي، د امریکا لخوا د ایران پر وړاندې د امنیت شورا د بندیزونو د بیرته نافذیدو پریکړه غندلې او ویلي یي دي: «دغه ادعا هیڅ ډول حقوقي مبناء نه لري، باطله او بې اثره ده او به بشپړ ډول د منلو وړ نه ده.»

مخکې تر دې کله چې امریکا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د بندیزونو د بیرته لگولو طرحه وړاندې کړې وه، د دغه شورا د ۱۵ دایمي غړو له جملې څخه ۱۳ یې د امریکا د دې پریکړې مخالفت کړی وو.