امریکايي بیړۍ له نفت وړونکې کښتۍ سره جنګیدلې
۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبهد امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې د (USS John S. McCain) په نامه یوې بیړۍ د دوشنبې په ورځ د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه سنګاپور ته څیرمه د مالاکا په تنګي ګې د آلنیک امسي په نامه له یوې بلې سوداګریزې کښتۍ سره ټکر کړی دی. د امریکا د سمندري ځواکونو د معلوماتو له مخې په دې ټکر کې ۵ امریکايي کښتۍ چلوونکي ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور بیا لا درکه دي. د امریکايي بیړۍ چپ اړخ هم د ټکر له امله زیانمن شوی دی. د امریکايي سمندري ځواکونو دغه کښتۍ اوسمهال د سنګاپور په لور په حرکت کې ده.
رویترز خبري آژانس ته د امریکايي سمندري ځواکونو د کښتۍ یوه کارکوونکي ویلي دي چې له امریکايي کښتۍ سره ټکر کوونکې کښتۍ بار وړونکې ده او له تایوان څخه یې د سنګاپور پر لور نفت انتقالول. د کښتۍ دغه امریکايي کارکوونکي همدا راز ویلي دي چې د کښتۍ نفت له اوبو سره نه دي ګډ شوي.
په ورته وخت کې د سنګاپور چارواکو هم ویلي چې دوی هم د ټکر له امله د اوبو د ککړیدو هیڅ راز رپوټ لا نه دی ترلاسه کړی. سربیره پر دې، د ټکر له امله سنګاپور ته تلونکو د نورو کښتیو تګ راتګ کې هم کوم خنډ نه دی پیښ شوی.
بار وړونکې کښتۍ د لبنان هیواد د بیرغ سره د حرکت په حال کې وه او د نفتو سربیره یې ځینې کیمیاوي مواد هم انتقالول. د کښتې اوږدوالی ۱۸۳ متره ښوول شوی او په ۲۰۰۸م کال کې رغول شوې ده. تر اوسه پورې د دې کښتې د سپرلیو په هکله معلومات نه شته، خو د سنګاپور چارواکو ویلي دي چې په نفت وړونکې کښتۍ کې یې د ټپیانو په هکله رپوټ نه دی ترلاسه کړی.
په دوو میاشتو کې د کښتیو دوهم ټکر
د جان مکین په نامه د امریکايي سمندري ځواکونود کښتۍ د ټکر زیان کچه تر اوسه روښانه نه ده. په ورته وخت کې امریکايي سمندري ځواکونو د کښتۍ د لادرکه شوو کسانو د موندنې له پاره عملیات پیل کړي دي. سربیره پردې د سنګاپور هوايي ځواکونو هم د دې عملیاتو د ملاتړ له پاره یو شمیر څرخي الوتکي سیمې ته لیږلي دي.
دوه میاشتې مخکې د جون میاشتې په ۲۱ نیټه د «یو اس اس فیتزجرالد» په نامه یوې بلې امریکايي بیړۍ هم د جاپان اوبو ته څیرمه له یوې بلې کانتینر وړونکې کښتۍ سره ټکر کړی وو. په دغه پیښه کې د امریکايي بیړۍ ۷ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او بیړۍ سخته زیانمنه شوې وه. دغه زیان دومره پراخ وو چې په اوبو کې د کښتۍ د ډوبیدو خطر هم وو. په پیښه کې فلیپینې کانتینر وړونکې کښتۍ بیا ډیر زیان نه وو لیدلی. تر دې پیښې څو ورځې وروسته د سمندري ځواکونو د دې کښتۍ درې چارواکې له دندې هم ګوښه کړل شول.
د ټکر پرمهال امریکايي توغندي انتقالوونکې بیړۍ «یو اس اس جان مکین» په یوه عادي سفر کې د سنګاپور د مالاکا په لور په حرکت کې وه. دغه بیړۍ د امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین په نامه نومول شوې ده چې د دندې ځای یې د جاپان د یوکوسوکای بندر ښول شوی دی. په دغه بیړۍ کې شاوخوا ۲۳۰ کارکوونکې خدمت کوي.
امریکایي پوځ په دایمه توګه په پولنډ کې (زموږ له آرشیف څخه):