انځورونه: د آلمان د مهاجرو او اسلام ضد ګوند پارلمان ته بريالی شو
د آلمان له پاره بديل (اې ایف دې) ګوند چې د اسلام او مهاجرو ضد سياست لري، په پارلماني انتخاباتو کې بريالی شو، دغه ګوند په ۲۰۱۳م کال کې جوړ شوی دی.
د خوښۍ جامونه
د آلمان له پاره بديل ګوند (AfD) چې په ښي اړخی هم ياديږي، د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۲۴مه په ټاکنو کې د وړاندوينو خلاف ښې رايې وګټلې. په بايرن ايالت کې د دغه ګوند مشران خپله بريا لمانځي. دا تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې دغه ګوند د آلمان پارلمان يا بونديستګ ته بريالی کيږي.
هم مهاله د (اې.ايف.دې) پر ضد مظاهرې
د آلمان مرکزي پارلمان ته د آلمان له پاره د بديل (اې.ايف.دې) ګوند د بريا په اعلانيدو سره سم د آلمان په مختلفو ښارونو کې د دغه ګوند مخالفانو مظاهرې وکړې. مظاهره کونکو (اې.ايف.دې) ګوند پر توکم پرستانه سياست نيوکې کولې او ويل يې چې آلمان د افراطيت ځای نه دی.
(اې.ايف. دې) آلمان کې تر ټولو نوی ګوند
د آلمان له پاره بديل ګوند په ۲۰۱۳م کال کې تاسيس شو. دغه ګوند په لومړيو کې د اروپايي اتحاد خلاف سياست مطرح کاوه، خو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د اروپا مهاجرت په رامنځ ته کيدو سره يې د مهاجرت او اسلام ضد سياست غوره کړ.
الکساندر ګاولند
الکساندر ګاولند د (اې.ايف.ډي) ګوند يو له مخکښو مشرانو څخه دی. ګاولند د سپتمبر ۲۴مې ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان څخه د مخه په برلين کې د رسنيو او خپلو پلويانو په منځ کې د خبرو پر مهال.
تير ځل ټاکنو کې ناکامي
(اې.ایف.دې) د آلمان په مخکينۍ عمومي ټاکنو کې چې ۴ کاله مخکې ترسره شوې ناکام شو. هغه وخت دغه ګوند ونه توانيد پنځه سلنه رايې چې د آلمان د قانون له مخې پارلمان ته د ننوتلو شرط دی پوره کړي.
د تمې خلاف بريا
خو د سپتمبر ۲۴ انتخاباتو کې د آلمان له پاره بديل ګوند لمړنۍ اعلان شوې رايې، د هغو وړاندوينو په پرتله ۱۱ سلنه زياتې وې چې تازه د دغه ګوند په اړه ترسره شوې وي. تمه نه کيده چې دغه ګوند دې تر۱۳ سلنې رايې وګټي.
۸۶ څوکۍ
د ټاکنو لومړنيو پايلو پر اساس، (اې.ايف.ډې) د آلمان پارلمان له ۳۶۰ څوکيو څخه ۸۶ څوکي او د تازه ځينو نورو رپوټونو پر اساس ۹۴ يې خپلې کړې دي.
پر پولو د کنترول زياتيدل
دغه گوند په خپل مهاجر ضد سياست کې د اروپايي اتحاديې پر بهرنيو پولو د کنترول پر زياتيدو ټينګار کوي، هغه په دې دليل تر څو دغې اتحاديې ته غيرقانوني مهاجر را نه شي.
فوري اخراج
د آلمان ښي اړخی يا «آلمان له پاره بديل» ګوند غواړي چې ټول رد شوي مهاجر دې بايد په فوري توګه خپلو هيوادونو ته اخراج کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان يو شمير نور ګوندونه او بشري سازمانونه بيا له دغه سياست سره مخالفت ښکاره کوي.
د اخراج خلاف حرکتونه
که (اې.اف.دې) د رد شويو مهاجرو پر فوري اخراج ټينګار کوي، ورسره جوخت بيا د آلمان يو شمير نور ګوندونه او بشري سازمانونه له دغه سياست سره مخالفت ښکاره کوي. په تير او روان کال کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد هم د آلمان په مختلفو ښارونو کې ډيرلاريونونه وشول.
د پيسو بندول
دغه ګوند په خپلو بيانونو کې دا هم وايي چې پر رد شويو مهاجرو بايد مالي مرستې بندې او د اخراج بهير يې چتګ کړل شي.
د لږ شمير مهاجرو منل
اې.ايف. ډې ګوند ټینګار کوي چې په آلمان کې بايد ډير لږ مهاجرو ته پناه ورکړل شي او شرط ږدې چې هغوی بايد ژر او په بشپړه توګه په آلماني ټولنه کې مدغم کړل شي.
آلمان د مسلمانانو له پاره نه
اې ايف دې یا د آلمان له پاره بديل ګوند په خپلو بيانونو کې دا هم ويلي دي چې اسلام د آلماني ټولنې برخه نه شي ګرځيدلی. دغه ګوند پر آلمانې ژبه، فرهنګ او سنتي ارزښتونو ډير ټيڼګار لري.
شعار تر عمله
د ګوندنو په سياسي تګلارو او دريځونو کې بدلونونه شوني وي. دا چې وروسته له دې به (اې.ايف.دې) په خپل سياست، په ځانګړې توګه د اسلام او مهاجرو ضد دريځ کې عملاً څه کوي، آيا نرمښت به پکې راولي که نه، دا به تر دې وروسته د آلمان په نوي حکومت کې څرګند شي. انځورنه د دويچه ويله له آرشيف څخه.