انځورونه: د بمونو مور استعمال او نورې پېښې
نن شنبه د اپريل ۱۳مه د ۲۰۲۴م کال ۱۰۴مه ورځ ده. اسوشتيد پریس په دغه ورځ په افغانستان او نړۍ کې يو شمېر تاريخي پېښو ته کتنه کړې ده. موږ ېې د يو شمېر پېښو معلومات له انځورونه سره درکوو.
د امریکا کورنۍ جګړه کې د فورت سمتر سقوط
په امریکا کې د کورنۍ جګړې په پيل کې، د ۱۸۶۱ کال د اپريل په ۱۳مه پد کارولینا فورت سمتر سمندري بندر د کانفدریشن ځواکونو لاس ته ولوېده. دغه انځور د ۲۰۱۱م کال دی چې د یادې جګړې د ۱۵۰ کلیزې د یو یادښت په مناسبت اخیستل شوی.
۱۹۷۰؛ په ۱۲ اپولو کې چاودنه
د ۱۹۷۰ کال د اپريل په ۱۳مه، د ناسا ۱۳ اپولو کې چاودنه وشوه. چاودنه د مایع ګازو په یوه ټانکې کې داسې وخت وشوه چې اپولو د سپوږمۍ لارې له پنځمې برخې ۴مه مزل وهلی وو. په دغه اپولو کې ۳ فضانوردان سپاره ول چې پېښه کې ېې زیان ونه ليد.
د اسکار جایزې ګټونکی لومړنی تورپوستی امریکايي اکټر
سیدني پوآتیه لومړنی امریکايي تورپوستی فلمي اداکار دی چې اکاډمي یا اوسکار جایزه ېې ګټلې. هغه دغه جایزه د ۱۹۶۴ کال د اپريل په ۱۳مه په (Lilies of the Field) فلم کې د بهترین اکټر په ګټګورۍ کې د خپل رول له پاره وګټله. نوموړی په ۲۰۲۲ کې مړ شو.
د اسکار جایزې ګټونکی لومړنی تورپوستی امریکايي اکټر
سیدني پوآتیه لومړنی امریکايي تورپوستی فلمي اداکار دی چې اکاډمي یا اوسکار جایزه ېې ګټلې. هغه دغه جایزه د ۱۹۶۴ کال د اپريل په ۱۳مه په (Lilies of the Field) فلم کې د بهترین اکټر په ګټګورۍ کې د خپل رول له پاره وګټله. نوموړی په ۲۰۲۲ کې مړ شو.
په سمندر کې د یو اندونیزیايي شرکت الوتکې لوېد
د ۲۰۱۳م کال د اپريل په ۱۳مه نيټه د اندونیزیاي هوايي شرکت، لاين ایر، یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه په سمندر کې وغورځيده. په دغه الوتکه کې ۱۰۸ تنه مساپر او عمله سپاره ول چې ټول وژغورل شول.
افغانستان کې د «ټولو بمونو مور» استعمال
د ۲۰۱۷م کال د اپريل په ۱۳مه د امریکا دفاع وزارت وويل چې په افغانستان کې ېې د «ټولو بمونو مور» په نوم بم استعمال کړ. امریکايي ځواکونو دغه بم د ننګرهار په آچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر تونلي پټنځای اچولی وو. دا په افغانستان کې د امریکا په جګړه کې تر ټولو ستره کارول شوې غیراتومې وسله وه.
په سوريه کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې ګډې بمبارۍ
د ۲۰۱۸م کال د اپريل په ۱۳مه، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، اعلان وکړ چې په سوريه کې ېې د بشار الاسد پر ضد له بریتانیا او فرانسې سره ګډې بمبارۍ کړي دي. ترمپ ادعا کړې وه چې اسد کیماوي وسلي کارولي دغه بمبارۍ ېې په همدې خاطر د هغه د مجازاتو له پاره شوي.
د کرونا واکسین په کارونه کې د «وقفې» اعلان
د ۲۰۲۱م کال د اپريل په ۱۳مه، د امریکا روغتيايي چارواکو د کرونا ویروس ضد د جانسون ایند جانسون منفرد واکسین په کارولو کې د «وقفې» اعلان وکړ. هغه په دې دليل چې د وينې د لخته کېدو نادرو خو خطرناکو رپوټونو په هکله کوم چې پراخ بحثونه ېې راپارولي وو، تحقیقات وشي.