انځورونه: د روژې د مياشتې دوديز خواږه څنګه پخيږي؟
د روژې وروسته هر څوک اختر ته خوشحاله وي. د اختر له پاره هر ډول خواږه او خوندور شيان چمتو کيږي. د دوو محبوبو خوړو انځورونه او د کجورو د پخولو طرز د انځورونه په دغه ګالرۍ کې ليدلی شئ.
د جلبۍ او کجورو څخه ډک پتنوسونه
دغه سړی هم اختر ته خوشحاله او لېواله دی. د اختر په رارسېدلو سره د خوږو او شيرينۍ د پخونکو او پلورونکو بازار خورا تود وي. دا چې کوم ډول خواږه له چايو سره ښه خوند کوي، د هر چا په انفرادي ذوق او علاقې پورې اړه لري.
د بيو پورته او کښته کېدل
کال په کال د جلبۍ او کجورو بيه هم بدلون مومي. دغه غيرثابت حالت د اوړو، غوړو او بورې پر بيو پورې مستقيمه اړه لري، چې د دغو خوږو په چمتو کولو او پخولو کې ورته تر ټولو زياته اړتيا ده. خو سره له دې هم ډېري خلک دغسې خواږه رانيسي او ورڅخه استفاده کوي. خو سړی کولای شي چې دغه محبوب خواړه خپله هم په کور کې چمتو کړي.
د ځلوبۍ/جلۍ د پخولو پخلنځی
په دغه انځور کې د ځلوبۍ/جلبۍ د پخولو ځانګړی پخلنځی ليدل کيږي چې په زياته کچه ځلوبۍ توليدوي. د چمتو کولو له پاره يې فقط يوې لويې کاسې او د پخولو له پاره يوې سترې کړايۍ ته اړتيا ده.
د رمضان د مياشتې دوديز خواږه
لکه څرنګه چې په روژه ماتي کې ډېری خلک له خورما څخه استفاده کوي، همداراز په اختر کې جلبۍ او کجور د ډېري خلکو د طبعې خواږه دي.
روژه لرونکي او د خوږو پلورونکي اختر ته سترګې په لار دي
هر څوک اختر ته سترګې په لار وي. دا چې اختر پټ مېړه نه دی، نو چمتووالی ورته اړين دی. د خوږو پلورونکي په ټنونو خواږه مواد جوړوي. خو په کور کې هم دغسې خواږه شيان ډېر ښه او مزه داره پخيږي.
د کجورو د جوړولو له پاره لازم مواد
د شپږو کسانو په اندازه لازم مواد دا دي: درې هګۍ، يوه غټه کاشوغه جامد غوړي، نيم کيلو بوره، دوه سوه ګرامه اوړه، لازم مقدار اوبه، د چايخورۍ د کاشوغې درېيمه برخه مالګه، د سوپ خوړلو د دوو کاشوغو په اندازه د ليمو شربت.
د کجورو د جوړولو طرز
اوبه بايد وايشول شي، په نرم حرارت سره اوړه ورګډيږي. هغه بايد واخښل شي څو نرم شي. بيا جامد غوړي يا کوچ ورزياتيږي چې درې دقيقې بايد واخښل شي. کله چې خمير راسوړ شوی وي، نو درې هګۍ پر له پسې وراچول کيږي. د دې له پاره چې رنګ يې ښايسته شي، سړی کولای شي چې لږ ګړوبی (د ګوړې شربت) هم وراضافه کړي.
د کجورو د جوړولو طرز
خمير ته بيا شکل ورکول کيږي چې د دايرې يا خورما په بڼه غوړو ته وراچول کيږي. متوجه اوسئ چې کجور بايد په غوړو کې پر له پسې وښورول شي څو سره ونه نښلي. په داسې حال کې چې کجور تاوده وي، نو شربت هم ورزيات کړئ چې صحيح جذب شي.
د شربت د چمتو کولو طرز
د شربت د جوړولو له پاره يو کيلو بوره يا ميده ګوړه په ۳۰۰ ګرامه اوبو کې ايشول کيږي. لږ د ليمو شربت، هل (لاچي) او لس ګرامه باتقه (هغه مايه چې قنادان ورڅخه استفاده کوي) ورزياتيږي.
دوديز که سالم ژوند؟
په تېرو کلونو کې د «سالم ژوند» کلتور عام شوی دی. روژه لرونکي هم کله نا کله له ډېرې شيرينۍ خوړلو څخه ډډه کوي.
د چاغښت اصلي لامل
هر کجور لږ تر لږه ۸۰ او ۱۰۰ ګرامه جلبۍ ۴۵۰ کالري لري. د دې لامل په پخولو کې د ډېرې بورې او غوړو استعمال دی. دغه مواد د چاغښت او ډېر وزن اخيستلو سبب ګرځي.
ډېر غوړي
ډېري قنادان د جلبۍ/ځلوبۍ او کجورو د سره کولو له پاره له جامدو غوړو څخه استعفاه کوي. دغه غوړي د زړه د ناروغيو په ډېرښت کې ستر نقش لري. ښه به دا وي چې سړی له عادي نباتي غوړو څخه کار واخلي او غوړي هم پر له پسې بدل کړي.
ډېره بوره، خو ډېر ښه خوند
د ډېرو خوږو او غوړو شيانو سره د روژې ماتول د ريفلاکس (له معدې څخه د تېزابو د راګرځېدلو) باعث کيږي چې د سړي روغتيا ته زيان رسوي. خو په اختر کې بيا خواږه ډېر خوند کوي او د مېلمه د قدر غوره نخښه ده.
په منځني ختيځ کې د شکرې ناروغي چېرته ډېره ده؟
محمد طیفوری له اصفهان څخه وايي:« ایران په اوو ميليونو ناروغانو درلودلو سره په منځني ختيځ کې د شکرې د ناروغۍ تر ټولو جګه کچه لري. هغه کسان چې د شکرې په ناروغتيا اخته وي، بايد د هر ډول خوږو له خوړلو څخه صرف نظر وکړي.
د روژې په مياشت کې سړی چاغېدلی هم شي
دا چې په روژه کې سړی له خوراک څښاک څخه پرهيز کوي، نو په وينه کې د بورې کچه هم ټيټيږي. کله چې خواږه وخوړل شي، نو د انسولين کچه پورته ځي. هغه اضافه بوره چې په وينه کې موجوده وي، سمدلاسه د بدن په وازده بدليږي. له دې لارې سړی چاغيږي. خو که دغسې خواږه په اندازه وخوړل شي، نو هغه د ښه خوند تر څنګ وجود تقويه کوي او د سړي طبع هم ورسموي.