انځورونه: داعش رمادي ښار څرنگه ونيو
پر رمادي ښار باندي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په يرغل سره له دغه ښاره په زرونو انسانان په تېښته کي دي. رمادي چي د عراق د انبار ولايت مرکز دی له سوريې، سعودي عربستان او اردن سره اوږد سرحد لري.
په انبار ولايت کي د تروريستي ډلي «اسلامي ولت» د پرمختگ پر مهال د دغه ولايت د مرکز کنترول د وسلي خلکو په لاس کي وو، او د امريکا او د متحدانو له هوايي بمباريو سره سره «اسلامي دولت» ډلي پرمختگ ته دوام ورکړ.
د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو د می مياشتي پر ۱۴ نېټه پر رمادي باندي يرغل پيل کړ او په څو ورځو کي ئې دغه ښار ونيو.
په رمادي کي د عراق حکومتي ځواکونو له اسلامي دولت ډلي سره څو ورځي سخته جگړه وکړه.
په رمادي کي جگړو سخت زيان اړولی دئ. د دغه زيان جبرانول به ډېر کلونه وخت ونيسي.
په رمادي کي اوس هم مقاومت روان دی، خو داسي ښکاري چي د بشپړ د اسلامي دولت ډلي په کنترول کي به وي. دغه ښار ۲۵۰ زره نفوس لري او د بغداد په سل کيلومترۍ کي پروت دئ.
اټکل کيږي چي په رمادي کي به د می مياشتي پر ۱۶ او ۱۷ نېټه نزدې ۵۰۰ حکومتي ځواکونه او ملکي وگړي وژل سوي وي.
په رمادي کي د «اسلامي دولت» ډلي په پرمختگ سره دغه ښار سخت ويجاړ سوی او خلک ئې په هره وسيله چي کيږي له دغه ښار څخه په تېښته کي دي.
د عيني شاهدانو په خبره تروريستي ډلي «اسلامي دولت» هغه مهال په رمادي کي پرمختگ وکړ چي حکومتي ځواکونو له مقاومته لا واخيست او يو ناڅاپه له دغه ښار څخه ووتل.
د عراق د چارواکو په خبره په رمادي کي د تيري جمعې ورځي په جنگ کي اسلامي دولت ډلي نزدې ۶۰۰ انسانان وژلي دي چي ډېر ئې ښځي او کوچنيان دي.
په تيرو څو ورځو کي د رمادي نيول د «اسلامي دولت» ډلي ستره بريا وه. دغي ډلي د تيرکال له نومبر مياشتي راهيسي د رمادي د نيولو عمليات پيل کړی ول.
رمادي ته د اسلامي دولت ډلي پر ورنژدې کېدو سره له دغه ښاره نزدې ۸۰۰۰ انسانان د فلوجې خواته وتښتېدل.
د عراق پوځ له رمادي ښار څخه د تښتېدلو انسانانو د ځای پر ځای کولو کوښښ کوي.
د رمادي اوسېدونکو تلاښ کاوه چي د دغه ښار تر نيولو دمخه ووځي.
دوی خپل ټول اړين وسايل له ځانه سره ايستل. ښځو، نارينه وو او کوچنيانو تر خپله وسه پوري شيان انتقالول.
د اسلامي دولت ډلي جنگيالي نه يوازي رمادي، بکلي سرحدي سيمو ته هم رسېدلي دي او دغه بریا لمانځي.
د عراق حکومت اوس پر دغه ښار باندي يرغل ته تياری نيسي.
د ايران د دفاع وزير حسين دهقان هم د دوشنبې په ورځ بغداد ته رسېدلی دئ.