انځورونه: په اروپا کې ژوند د عادي کیدو په لوري روان دی
په اروپا کې عادي ژوند ته بیرته راګرځيدل پر سړکونو، ښوونځيو او کار ځایونو کي لیدل کيږې. په ډيرو اروپايي هيوادونو کې د کرونا ويروس خپريدلو د مخنيوی له پاره بازارونه، د زده کړې مرکزونه او ډير د کار او کسب ځايونه تړل شوې وو.
بیرته بيا ښه راغلئ
په اروپا کې د کرونا ناروغۍ د مخنيوی له پاره پر محدودیتونو سره بازارونه او ستر پلورنځي وتړل شول. د دغه مغازې په ګډون چې د نيکوسیا په مرکز قبرس کې ده. د دغه هیواد جمهور ریس د مۍ مياشتې پر څلورمه نيټه اجازه ورکړه چې ځيني کارې ساحي او کوچني ځنځيرې پلورنځي پرانیستل شول. دغه هیواد په پام کې لري چې د مۍ مياشتې له ۲۱مې نيټې څخه خلک وکړای شي په آزاد ډول تګ راتګ وکړې.
سواحلو ته بیرته راګرځیدل
د پرتګال خلک اوس کولې شې چې بیا له سواحلو خوند واخلي. په دغه هیواد کې د مارچ میاشتې پر ۱۸ نيټه بیړنې حالت اعلان شو، د رسترانتونو او غیرې ضروري ځايونو تر څنګ سواحل هم د خلکو پر مخ وتړل شول. که څه هم په محدود ډول خلکو اجازه لرله چې له کورونو ووځي او ورزش وکړي. خو اوس يې له هغه زياته آزادې تر لاسه کړې او کولې شی مغازو او سلمانيو ته ولاړ شي، سره له دې په سرپټې ځايونو کي حفاظتي ماسکونو تړل اجبارې دې.
خپل سر او مخ ته پام کول
په یونان کې سینګار ځایونه د مې مياشتې پر څلورمه نيټه د بيرته پرانيستلو اجازه تر لاسه کړه. د ګلانو، کتابونو او نور کوچني پلورنځي هم له شپږ اونيز قرنطين څخه وروسته بیا پرانيستل کیږې. رستورانتونه او مۍ خانې بايد د مۍ مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې صبر وکړي. يونانیانان کولې شي له کوره بهر ووځي پرته له دې چې له کوره د وتلو دلیل له پاره فورمې ته اړتیا ولري. خو په عمومي ترانسپورت کي حفاظتي ماسک تړل ضرورې دي.
ماسک
په ډيرو اروپايي هیوادونو کي خلک باید له عمومي ترانسپورت څخه په ګټې اخیستنې سره ماسک ولري. لکه په عکس کې چې ښکاري د هنګري په پلازمینه بوداپست په نیوګاتي میدان کې د ترانسپورت ادارې کارکونکو پر خلکو حفاظتي ماسکونه وویشل. په بودا پست کي د دغه هیواد د نورو ښارونو په پرتله سخت بنديزونه لا پر ځای پاتې دي. په نورو ښارونو کي ځيني مغازې، موزيمونه او عامه ځایونه پرانیستل کيږي.
له کوره بهر د ورزش له پاره يو فرصت
په اسپانيا کې عامه ځایونه خالې شوې وو. د دغه هیواد خلکو پوره ۲۸ ورځې پرته د خوراکي توکو رانیولو او روغتیايي لاملونو څخه اجازه نه لرله چې له کوره بهر ته ووځي. تر اوسه سخت محدوديتونه او له يو بل څخه واټن ساتل لا پر ځای پاته دي. خو خلک کولې شي د ورزش کولو له پاره له کوره بهر ووځي. د دغه هیواد د پلازميني مادريد اوسیدونکو له دغه فرصت څخه ګټه اخيستي او لکه په عکس کې چې ښکاري له کورونو راوتلې.
کارځایونو ته بیرته راګرځيدل
په ايټاليا کي سخت محدويتونه وضع شوې وو او خلکو په محدودو دلايلو سره کولې شول له کوره بهر ووځي. خو د مۍ مياشتي له څلورمې نيټې څخه ورو ورو خلکو اجازه ولرله چې ځيني کارونه بیرته پيل کړې. سره له دې ځانګړي تدابير، ټولنيز واټن ساتل بايد مراعات کړې. لکه د بوټانو په دغه فابریکه کې کارکوونکي د ماسک په اغوستلو سره کار کوي او کاري فضا يې په شفاف پلاستیک سره جلا شوې ده.
خاورو ته د سپارلو له پاره فرصت
په ايټاليا کې د محدوديتونو کمښت خلکو ته اجازه ورکوی چې تر ۱۵ کسانو پورې د جنازي خارو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړې، خو بايد ماسک واغوندې. له دې مخکې په ايټاليا کي د جنازي مراسم بند شوي وو، تر څو د کرونا ويروس خپريدلو مخه ونیسې. ډيرو خلکو د دې فرصت پيدا نه کړ چې د خپلوانو د جنازي په مراسمو کې ګډون او ورسره خداي په آمانې وکړې.
د ښوونځيو پيل
اتريش پريکړه کړې چې په ليسو کې د وروستي کال ياني دولسم ټولګې ۱۰۰ زره زده کوونکي بیرته ښوونځيو ته ستانه شي. په پورته عکس کې ښکاري، لکه ښوونکي ريچارد فیشرد درس له پيل څخه تر مخه زده کوونکو باندې ماسکونه وویشل. دغه راز خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې له خپلوانو سره د ډير عمر لرونکو کسانو په پالنځايونو کي وګورې.مغازو او کوچنيو پلورنځيو د اپریل مياشتې له ۱۴ نيټې څخه د بيا پرانيستلو اجازه تر لاسه کړې ده.
د فوټبال مسابقو د پیل کيدلو احتمال
که څه هم چې په آلمان کې د فوټبال مسابقې ځنډيدلې، خو مسلکي لوبغاړو خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی. تمه کیږې چې د آلمان فوټبال ليگ (بوندیسليګا) به د مۍ مياشتې پر ۱۵ نيټه پيل شي،خو ننداره کونکو ته ستدیوم ته د ورتګ له پاره اجازه به ورنه کړل شي.