انځورونه: په افغانستان کې د واورې اورښت
په افغانستان کې تر دوه میاشتي وچ ژمي وروسته، په ۲۴ ولایتونو کې د اورښتونو رپوټونه ورکړل شوي. خلک هیله من دي چې اورښتونه ادامه ومومي، څو د وچکالۍ د لا سختیدو مخه ونیول شي.
بدخشان
وروستیو اورښتونو خلک هیله من کړي دي. بزګران هیله من دي که چیرې په کافي اندازه واروه او بارانونه وشي نو به وکړی شي چې په پسرلي کې پر خپلو ځمکو کرکیله وکړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په بدخشان ولایت کې خلک د خپلو کورونو له چتونو څخه واوره پاکوي.
واوره، ژمی او بې وزلي
که څه په وروستیو کې د واورې اورښت په ځانګړې توګه د بزګرانو د خوښۍ سبب ګرځیدلی خو واوره او ساړه د هغو بې وزله افغانانو ژوند لا سختوي چې د سون توکو د رانیولو توان نه لري.
د څښاک د اوبو د تأمین هیله مندي
د کابل په شمول د افغانستان یو شمیر سیمې د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د کابل ښار اوسیدونکي چې د څښاک د پاکو اوبو له تامین سره لاس او ګریوان دي، دغه اورښتونه یې د خوښۍ سبب شوي.
د بامونو پاکول
د دوه میاشتي وچ ژمي وروسته خلک هیله من دي چې تازه اورښتونه به په نوي کال کې د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه حده راکمه کړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په کابل کې دوه کسان د خپل کور له چته واوره غورځوي.
په واوره پوښلی کابل
که څه هم په کابل او د افغانستان په یو شمیر نور ولایتونو کې به په ژمي کې کافي واوره اوریده، خو په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونه د دې سبب شوي دي چې اورښتونه کال په کال کم شي.
د ماشومانو له پاره ساعتیری
د واورې اورښت نه یوازې د بزګرانو د خوښۍ سبب ګرځي، بلکې په دې ورځو کې ماشومان هم په لارو او کوڅو کې له واورې خوند اخلي.
په پغمان کې د واورې اورښت
پغمان ولسوالي چې د کابل په شمال لویدیځ کې پرته ده، هغه غرنۍ سیمه ده چې واوره پکې کیږي. په هغه صورت کې چې کافي واوره واوریږي پغمان دره او د قرغې بند به کافي اوبه ولري.