انځورونه: په جرمني کي د کردانو پيشمرگي ځواک روزنه
د جرمني پوځ په جرمني کي د کردانو د پيشمرگي ځواک يوه ډله روزي. جرمني له داعش سره د مبارزې په برخه کي د کردي جنگياليو ملاتړ کوي. په دې انځوريز راپور کي د هغوی پوځي زده کړي ښوول کیږي.
د جرمني په مونستر ښار کي د کردانو پيشمرگي ملېشې يوې ډلي ته پوځي زده کړي ورکول کيږي.
جرمني له داعش سره په مبارزه کي د کردي ملېشو ملاتړ کوي.
له داعش سره په مبارزه کي د کردي ملېشو د ملاتړ په برخه کي جرمني کردانو ته وسلې او پوځي زده کړي ورکوي.
په جرمني کي کردي ملېشو ته پوځي زده کړي.
له يوه کال راهيسي جرمني په عراق کي له داعش سره د مبارزې په برخه کي کردانو ته وسلې لېږي.
په دې وروستيو کي د جرمني د دفاع وزيره اورزولا فون درلاين د عراق په کردستان کي د کردي جنگیالیو د روزني کمپ ته ورغلې وه.
کردي جنگيالیو ته په جرمني کي پوځي زده کړي ورکول کيږي.
د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهيسي جرمني کردي ملېشو ته د ټانک ضد راکټ او پرمختللي وسلې ورکوي.
په جرمني کي د کردي ملېشو پوځي زده کړي.
د کردانو پيشمرگي ملېشې په دې وروستيو کي په دې توانېدلي چي په جرمنۍ وسلو د عراق په شمال کي د داعش جنگيالي پر شا کړي.
په جرمني کي د کردي جنگيالو پوځي روزنه.
جرمني ځکه د کردي ملېشو ملاتړ کوي، چي هغوی د داعش پرضد ائتلاف غړي دي.
جرمني پتېيلې ده چي په ۲۰۱۶م کال کي له کردانو سره مرستي تر ۴۰ ميليونو يورو پوري زياتي کړي.
د کردانو وسله وال جنگيال «پېشمرگي» نوميږي.