انځورونه: په خیبر پښتونخوا کې د گوړي تولید
راځئ چي انځور په انځور ننداره کړو چې په خیبر پښتونخوا ایالات کې په گاڼیو کې گوړه څرنگه جوړیږي؟
د گوړي کارخانې یا گاڼۍ
د خیبر پښتونخوا ایالت په ډیرو سیمو کې د گني له اوبو څخه په وړو گاڼیو کې د گوړي جوړولو چاري له دسمبر میاشتي پیلیږي. خو د بزگرانو او پوهانو په وینا په جنورۍ، فبرورۍ او مارچ میاشتو کې د جوړي شوي گوړي معيار ښه بلل کیږي.
لومړی پړاو د گني شربت
د گوړي جوړولو په لومړۍ مرحله کې په ماشن سره له گني څخه اوبه ایستل کیږي. پخوا به دغه ماشینونه د غوایانو په واسطه تاویدل اوس دغه کار برق کوي.
لوی کړایي
په دوهم پړاو کې له تب څخه د گني شربت په یوه لوی کړایي کې اچول کیږي، چیرې لاندې تر اور بل وي. دغه مهال شربت لړل کیږي او غیر ضروري مواد تر لیري کیږي.
پوستکي هم په کار راځي
له گني د اوبو ایستلو وروسته د هغه پوستکي په لمر سره وچيږي. بیا له دغو پوستکو څخه د گوړي جوړولو پر مهال د سونگ توکو په توگه گټه کار اخيستل کیږي. زیاتره مهال د باران او یا ناسمې هوا له کبلې يې د اوچیدو چاري اغیزمني کیږي، چې له کبله یې د گوړي د تولید چاري هم ځنډنۍ کیږي.
د گني د شربت د سړیدو پړاو
د شربت تر پخیدو وروسته هغه د لرگي څڅه په جوړ شوي خاص لوښي کې اچول کیږي، چې د سړېدو چاري يې پیلیږي. دغه مهال ایشیدلي شربت په دوامداره توگه لړل کیږي، څو ځان ونیسي.
د مشرانو تجربه
په دې مرحله کې د گاڼۍ ټوله عمله برخه اخلي. د یوه تجربه لرونکي مشر یا بزگر تر مشورې او یوه ځانگړي وخت وروسته گوړه یو اړخ ته ټولیږي.
گوړه جوړه شوه
گوړه په همدغه ستر لرگین لوښي کې راټولیږي، په دغه مرحله کې د گوړي د ټوټې اندازه ټاکل کیږي. د گوړي د ټوټو د جوړولو پر مهال په هغه کې ځني وختونه وچه میوه لکه، بادام، غوز او داسي نور شیان اچول کیږي چې په محلي اصطلاح ورته «مصاله داره» گوړه هم ویل کیږي.
بازار ته د گوړي انتقال
د گوړي تر جوړیدو وروسته هغه منډیانو یا سترو مارکیټونو ته وړل کيږي، چې له هغه ځايه بیا د پاکستان پر بازارونو سربیره افغانستان، منځني ختیځ او مرکزي آسیا هیوادونو ته هم استول کیږي.
گني د بورې پر فابریکو پلورل کیږي
په ټول پاکستان کې چیري چې د پخوانې دود له مخې په گاڼیو کې د گوړي د جوړیدو چاري ادامه لري او زیاتره وخت بزگران پر همدې تکیه کوي نو له بل اړخه ځیني بزگران د گني تر حاصل وروسته هغه د بورو پر فابریکو باندي پلوري چې په وینا یې ژر نغد عاید تر لاسه کوي.