انځورونه: په موصل کې له داعش سره کوڅه په کوڅه جگړه
د عراق امنیتي ځواکونو د دجله سیند پر سر دوهم پل له داعش څخه نیولی دی. له داعش څخه د موصل ښار د لویدیځې څنډي د نیولو له پاره کوڅه په کوڅه سخته جگړه روانه ده.
د «رویټرز» خبري آژانس د رپوټ له مخې عراقي ځواکونو له داعش څخه د دجله پر سیند دوهم پل بیرته نیولی دی.
په وروستیو ورځو کې د عراق پوځ په موصل کې له داعش څخه يوه بله ځنډه هم نیولې ده.
د ۲۰۱۷م کال په لومړیو ورځو کې عراقي ځواکونه په دې وتوانیدل چې د موصل ښار ختیځه برخه له داعش څخه بیرته ونیسي.
له داعش څخه د موصل ښار د لویدیځي څنډې د بیرته نیولو د پرمختگ په برخه کې په دغه سیمه کې کوڅه په کوڅه سخته جگړه ادامه لري.
د موصل ښار په لویدیځه برخه کې د ختیځې برخې په پرتله ډیر خلک اوسیږي.
موصل په عراق د «اسلامي دولت» (داعش) وروستی مهم سنگر گڼل کیږي.
داعش د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې موصل ښار ونیو.
دا هماغه ښار دی چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي، پکښې پر خپل سر د خلافت اعلان وکړ.
په وروستیو نښتو کې په زرونو ملکي کسان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږدي.
د موصل هوایي ډگر او یوه پوځي اډه هغه ځایونه دي چې عراقي ځواکونو له ترهگري ډلي داعش څخه نیولي دي.
د موصل ښار د لویدیځې څنډې د آزادولو له پاره جگړه.