انځورونه: په یوه ځانگړي هوټل کې حیرانونکی سفر
یوه ایټالوي انجینر د یو کیلومتر اوږدوالي درلودنکي داسې یوې کښتۍ ډیزائن جوړ کړی دی چې د شمزۍ شکل لري. د راتلونکي وخت دغه کښتۍ ډوله هوټل به د چاپیریال ساتني له شرایطو سره سم جوړ شي.
د کښتۍ چلوني یو نوی انداز
اوس وخت د سیاحت په موخه کاریدونکي کښتۍ تیزي او چاپيریال ته زیان رسونکي دي. ایټالوی انجینر یالو کاسانتوسوسو، وایې چې هغه غواړي په دې برخه کې بدلون راولي. د هغه له خوا طرحه شوې سیاحتي کښتۍ «مورفوټل» به کرار رفتار او لږ انرژۍ ته اړتیا ولري.
د نوي ډول اسانیاوي
د جیالو کاسانتوسوسو په خبره په دغه کښتۍ کې یوازي هغه څوک سفر کولای شي چې وخت ولري. دا ځکه چې دغه کښتۍ ډیر کرار حرکت لري. دغه کښتۍ چې خپل د سفر هدف ته رسیږي شاهد په میاشتو میاشتو وخت ونیسي.
د چاپيریال ساتني پر شرایطو برابر
دغه کښتۍ به د یوه مار په شان په سمندر کې حرکت کوي. رڼا به له لمریزي انرژۍ څخه په داسې حال کې اخلي چې نوره بریښنا به د کښتۍ دواړو څنډو ته له نصب کړل شوي هایډروجني دستگاو څخه ترلاسه کوي.
طبعیت ته ورته والی
په «مورفوټل» کښتۍ کې د څرخۍ الوتکي له پاره هم یو ځانگړی ځای په پام کې نیول شوی دی. دا د هغو مسافرو له پاره دی چې نور نو نه غواړي په کښتۍ کې خپل سفر ته دوام وکړي. دا کښتۍ د خپل شکل یا بڼي د بدلولو توان هم لري.
تخنیک او ډیزاین
دغه ایټالوی انجینر په لندن کې اوسیږي. هغه د چاپيریال ساتني د ټولو شرایطو په پام کې نیولو سره دغه کښتۍ ډیزاين کړې ده. په دې کښتۍ کې د خاورینو تپو د پاسه کورونه هم جوړ شوي دي په داسې حال کې چې د هوا مسیر او سرعت هم په پرله پسې ډول بدلیږي.
د پيچلتیا وضاحت
دغه ایټالوی انجینر وایې چې موږ باید له پرمختللو کمپیوټرونو څخه مننه وکړو چې په وسیله ئې د ډیرو پيچلو مسائلو او هوا د حالاتو وضعیت معلومولای شو او د دغو معلوماتو پر بنسټ خپله کښتۍ عیاره وو.
د انرژۍ له پلوه خودکفا
د راتلونکي له پاره چې هره پروژه جوړیږي په هغې کې د انرژۍ موضوع ته ځانگړی ارزښت ورکول کیږي. دغه کښتۍ به د انرژۍ په برخه کې خودکفا وي. په دغه کښتۍ کې نصب شوي دستگاوې به د سمندري گیاو او بوټو څخه بیولوژیکي ډیزل جوړوي او په دې توگه به په کښتۍ کې د مصرفیدونکي بریښنا اړتیا پوره کوي.
دا یوازي یوه طرحه ده
ډیرو سرچینو ته دغه پروژه عملي بریښي. خو مخکي تر دې جیالو کاسانتو سوسو، نه دی توانیدلی چې خپلي بلې کومې طرحې ته واقعي بڼه ورکړي. هغه خپلي دغي پروژې ته ډیر هیله مند دی چې د توریزم په سکتور کې به زیات بدلون رامنځته کړي.
امید او یقین
د سیاحت سکتور اړوند ډیرو ادارو د دغي پروژې په برخه کې پانگوني ته ټټر وهلی، خو د دغي پروژې له پاره تر اوسه پوري پيسې نه دي راټولي شوي. سانتو سوسو وایې: «زه باور لرم چې د (مورفوټل) پروژه به عملي شي، او دې ته ورته یو کوچنې هوټل به ډیر ژر خلکو ته ور وپیژندل شي.»