انځوریر رپوپ. پر باچان خان پوهنتون یرغل
پیښور ته څیرمه د چارسدې په سیمه کې پر باچا خان پوهنتون، باندې د چهارشنبې په ورځ یرغل ورکړ. خبري آژانسونو تر اوسه د ۲۱ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی. نن په دغه پوهنتون کې یوه مشاعره هم تر سره کیده.
په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون باندې یرغل کې د وژل شوو کسانو شمیر د ۱۹ او ۲۱ تنو تر منځ ښوول کیږي. د ودانۍ د انگړ د باندې د امبولانسونه کتار لیدل کیږي.
د پاکستان پوځ د ټویټر په شبکه په خپل پیغام کې ویلي دي چې څلور ترهگر یې وژلې دي. خو لا هم د پوهنتون په ځینو برخو کې ترهگر پټ دي او اوس تصفیوي عملیات ادامه لري.
داسې انديښنه څرگندیږي چې ښایي د مرگ ژوبلې شمیر لوړ شي. څه د پاسه یو کال د مخه په بيښور کې پر آرمي پبلک سکول، باندې هم وسله یاغیانو یرغل کړی وو چې په پایله کې یې ۱۵۰ زده کوونکي او د هغوی ښوونکي وژل شوي وو.
د پاکستان امنیتي ځواکونه د پوهنتون انگړ ته ننوتي، لېلیه خالي کړی شوې او د پوځ په وینا تصفیوي عملیات ادامه لري.
د پوهنتون د ودانۍ د باندې د خلکو گڼه گوڼه لیدل کیږي. په امبولانسونو کې ټپیان روغتون ته وړل کیږي. د تلویزوني چینلونو خبریالان د پیښې له ځای څخه په ژوندۍ بڼه رپوټونه ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پر باچا خان پوهنتون، باندې برید غندلی دی او ویلي یې دي چې برید کوونکو هیڅ عقیده او مذهب نه درلود.
د پوهنتون مرستیال رئیس فضل رحیم، خبریالانو ته ویلي دي چې په پوهنتون کې ۳۰۰۰ کسانو ته تدریس کیده او په وینا یې نن په دغه پوهنتون کې یوه مشاعره تر سره کیده چې ۶۰۰ کسانو پکښې گډون کاوه
پېښور
پر باچا خان پوهنتون بريد
د پيښي ټپيان روغتونونو ته لېږل سوي دي