انځوریز رپوټ: د روسي الیګارشانو تفریحي کیښتۍ
په اروپا او امریکا کې پر روسي الیګارشانو بندیز سره هم مهاله د دغو بانفوذه روسي میلیاردرانو لوکسې تفریحي کښتۍ خبر جوړونکې شوي. په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسيې بریدونه دوام لري، دوی غواړي خپلې کیښتۍ له دریدو وژغوري.
د "سیلینگ یات آ" په نامه کښتۍ
د سیلینګ یات ۱۴۳ متري کښتۍ چې "SY A" یي هم بولي شاوخوا ۵۳۰ میلیونه یورو ارزښت لري. وروسته له دې چې ایټالوي چارواکو د دغې کښتۍ خاوند آندري ایګورویچ ملنیچنګو تشخیص کړ چې یو روسي میلیاردر دی دغه کښتۍ یي ودروله. نوموړی د کیمیاوي کودو د لوی شرکت (EuroChem Group) او همدارنګه د ډبرو سکرو د انرژۍ شرکت (SUEK) څښتن هم دی.
د "لنا" کښتۍ
ایټالوي چارواکو همدارنګه د لنا ۵۲ متره کیښتۍ چې ارزښت یي ۵۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی په داسې حال کې درولې ده چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ «سن رمو» کې یي لنګر اچولی و. دغه کیښتۍ د روسیې د هاکي ملي لیګ له رئیس او د «نفتو او ګازو شرکت» د سهم لرونکي ګنادي تیمچنکو پورې تعلق لري. دغه ۶۹ کلن الیګارش یا میلیاردر د امریکا او اروپا له خوا تحریم شوی دی.
په هامبورګ کې "دلبر"
"دلبر" د چورلکو د ناستې دوه ځایونه او یو ۲۵ متره د اوبو حوض لري. د دغې کیښتۍ په اړه ابهامونه شتون لري. یو شمیر الماني رسنیو د دغې کیښتۍ د درول کیدو خبر ورکړی دی. آلماني چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده او ځینې نورو دغه رپوټونه رد کړي دي او وایي چې نه دي توانیدلي د دغې کیښتۍ مالکیت تائید کړي.
د مالکیت سپارل
ویل کیږي چې د "دلبر" په نوم لوکسه کيښتۍ د روسي الیګارش علیشیر عثمانوف ده چې د هغو کسانو په فهرست کې شامل دی چې اروپايي اتحادیي پرې بندیز لګولی دی. د عثمانوف ویاند شپيګل آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه کيښتۍ ډیر مخکې لا د عثمانوف پورې اړوندو کسانو یوه بنسټ ته سپارل شوې وه.
ترکیې ته تیښته
د روسي میلیاردر رومن آبراموویچ چې د چلسي فوټبال لوبډلې مالک دی د "اکلیپس" کښتۍ په ظاهره کې له اروپاي اوبو څخه تښتیدلې او د ترکیې په اوبو کې یي لنګر اچولی دی. دغه کښتۍ ۱۶۲،۵ متره اوږدوالی لري او د نړۍ یو له لوکسو تفریجي کیښتیو څخه ده. دغه کښتۍ د چورلکو د ناستې ۲ ځایونه، ۹ پوړونه، یو د اوبو حوض او توغندیو دفاعي سیستم هم لري.
"شهرزاد"، د ولادمیر پوتین خپله کښتۍ؟
د «شهرزاد» ۱۴۰ متري کښتۍ چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه یورو ارزښت لري د اوس وخت یوه له بدنام ترينو کښتیو څخه ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د امریکا د اطلاعاتو په اساس ممکن دغه کښتۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پورې اړه ولري. خو ځینو نورو بیا ویلي دي چې دا خبره دقیقه نه ده. ایټالیا د دغې کښتۍ د مالکیت د معلومولو په هڅه کې ده.