انځوریز رپوټ: هرات کې د«افغانستان د سپیني طلا» فابریکه پرانيستل شوه
په هرات کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د « افغانستان د سپیني طلا» په نوم د پنبې د محصولاتو لمړنۍ فابریکه پرانیستل شوه. دغه لويه فابریکه د افغانستان د آزادۍ جشن په ورځ پرانستل شوه. انځورونه دلته وگورئ:
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ کليزې په مناسبت هرات ولایت ته سفر وکړ.
هغه په دغه سفر کې يوه فابریکه پرانيستله چې د«افغانستان سپینه طلا» يې نوم دی.
له «سپیني طلا» څخه مطلب «پنبه» ده کوم چې دغه نبات د افغانستان په ډيرو سيمو کې کرل کيږي.
په دغه فابریکه کې له پنبې څخه په ورځ کې ۷ زره ټنه نخ توليديږي.
دا په افغانستان کې د نخ جوړونې لمړنۍ لويه فابریکه ده چې د کورنيو جګړو وروسته پرانيستل کيږي.
دغه فابریکه په نوې تکنالوژۍ سمبال ده او د توليداتو کچه يې لوړه ده.
دغه فابريکه د خصوصي سکتور لخوا رغول شوې چې څه باندې ۶ ميليونه ډالر پانګه ورباندې شوې ده.
په فابريکه کې د توليد د خط لپاره په لمړي سر کې له ۲۰۰ څخه زيات ځوانان په کار ګمارل شوي دي.
په هرات کې د نخو د توليد دغه فابریکه به د هيواد له اړتيا څخه علاوه، چين او ترکيې ته هم نخ صادروي.
اشرف غني د هيواد د اقتصاد په تاريخ کې د هراتي پانګوالو رول ځلاند یاد کړ او ټينګار ېې وکړ چې دغه ولایت هيڅ کله ندی لويدلی او بیا به هم د هيواد په يوه پرمختللي صنعتي قطب بدل شي.
د فابريکې د مسئولينو پروينا د پنبې له دانې څخه دغه راز د غوړيو، صابون او د اوبدلو په صنعت او توليد کې هم کار اخيستل کیږي.
د دغې فابريکې لپاره يوازينۍ ستونزه امنيتي وضعيت دی. د فابريکه کارګرانو داسې جامې پرتن دي چې ورباندې ليکل شوي دي: « مونږ د ګران افغانستان اقتصادي سرتیري یو».