انځوریز رپوټ: په پنجشیر کې د توتانو اتم فیستیوال
د پنجشیر ولایت په لیري پرته ولسوالۍ ملیمه کې د توتانو اتم فیستیوال ترسره شو. دا چې د پنجشیر دره د توتانو د تولید له پاره مناسب اقلیم او چاپیریال لري، نو په دغه ولایت کې د توتانو مختلف انواع موجود دي.
شعر ویل، مثنوي، قرصک، توت خوړل او نښه ویشتل چې د دې ولایت له کلتوري ارزښتونو څخه شمیرل کیږي، په دې فرهنګي میله کې نندارې ته وړاندې شول.
په بنجشیر کې د توتانو فیستیوال لکه په مزار شریف کې د ګل سرخ د میلې، په ننګرهار کې د نارنج ګل میلې، په پروان کې د ارغوان او د افغان ولس د نورو میلو په شان هر کال په دې ولایت کې ترسره کیږي. په دې میله کې چې د شاعر قهار عاصي په ټاټوبي کې جوړه شوې وه، شاعرانو په خپلو شعرونو کې د توتانو ستاینه وکړه.
دا جشن د خلکو د خوشحالۍ او خوښۍ له پاره یوه بهانه هم ده. د دې ولسوالۍ یو شمیر خلکو په دې میله کې له ګډون کولو سره د خوښۍ له څو شیبو خوند واخیست.
توت په افغانستان کې د هغو میوو له ډلې څخه دی چې په تازه او وچ شکل خوړل کیږي. د افغانستان مشهور توتان عبارت دي له بې دانې، سپین توت، شاه توت، ابراهیم خاني توت، پنبه توت، شیر توت او نورو څخه.
په دې میله کې د قومونو د نزدې کولو، یووالي، د یو بل منلو او د سیمه ایزو دودونو او کلتور د ژوندي ساتلو په برخه کې د دا ډول میلو پر ارزښت ټينګار وشو.