اولاند: پر کلیسا برید کوونکو له داعش سره بعیت کړی وو
۱۳۹۵ مرداد ۵, سهشنبهد فرانسې پولیسو ویلي دي چې په چړو سمبالو دوو کسانو د سه شنبې په ورځ لږ تر لږه پنځه کسان د فرانسې روان ښار ته نزدې په یوې کلیسا کې برمته کړي وو. امنیتي ځواکونو ژر غبرګون وښود او برمته نیوونکي یې ووژل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاند «فرانس انفو راډیو» ته ویلي دي چې د برمته نیول شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی. فرانسوي چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې وژل شوی کس یو کشیش وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دواړو برمته نیوونکو خطر له منځه تللی دی. یوې امنیتي سرچینې د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو دواړه برمته نیوونکي وژلي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، چې د پیښې سیمې ته تللی وو، وویل چې برمته نیوونکو د وژل شوي کشیش غاړه پرې کړې او دا چې هغوی «د داعش د پلوي ادعا کړې وه».
د داعش ترهګرې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د اعماق خبري آژانس چې دغې ترهګرې ډلې ته نزدې بلل کیږي ویلي دي چې برمته نیوونکي د «اسلامي خلافت غړي» وو.
په نړۍ کې د کاتولیکانو مشر پاپ فرانیسیکوس، دغه پیښه په کلکو ټکو غندلې ده. فرانسوي چارواکي اوس د دغې پیښې په اړه څیړنې کوي.
د فرانسې د بریدونو په اړه نور مضمونونه: