اوکراين له آلمان څخه د ټانګ ضد ۱۲ زره توغندیو غوښتنه کړې
۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبهاوکراین ته د آلمان د صدراعظم د سفر سره په يوه وخت، په برلین کې د اوکراین سفیر له شولتڅ څخه غوښتنه کړې چې اوکراین ته دې درنې جنګي وسلې په اختیار کې ورکړي. آندري ملینک د آلمان بیلد تلویزیون ته ويلي دي چې هیواد يې ۱۲ زره د ټانګ ضد توغندیو او په زرونو دافع هوا توغندیو ته اړتیا لري، تر څو وشي کړای د روسيې احتمالي حملې په صورت کې له ځانه دفاع وکړي.
د امریکايي چارواکو د وروستیو رپوټونو پر اساس، روسيې حاضردمه خپل ۱۳۰ زره عسکر له اوکراين سره په سرحد کې ځای پر ځای کړي دي. کرملین د اوکراين پر خاوره د هر ډول حملې قصد رد کړی دی. خو روسيې ويلي يې دي چې د ناټو په مقابل کې د خطر احساس کوي او په همدې دلیل يې د اوکراين په سرحد کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
اوکراین په عین وخت کې د آلمان پر دغه سیاست چې اوکراين ته وسله نه لیږدوي، نیوکه کوي. په برلین کې د کیف سفیر د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۱۳مه) بیلد تلویزیون ته وویل چې د آلمان صدراعظم کیف ته د دوشنبې او مسکو ته د سې شنبې په ورځ سفر کوي او د اوکراین بحران ته د ديپلوماتيکې حل لارې له پاره «وروستی چانس» لري.
اندري ملنیک وويل: «موږ احساس کوو چې د جګړی مخنیوی د هرې شيبې په تیریدو لا پسې سختيږي.» هغه وویل چې دولت يې د ترټولو بدې سناريو له پاره ځان آماده کړی دی، داسې چې ممکن په راتلونکو ورځو کې پلازمینه بمبارد شي. د اوکراين سفیر دې خبرې ته په اشارې چې روسيه د اوکراين په پرتله ډيرې الوتکې او کښتۍ لري، ويلي دي: «موږ هلته د ولسمشر پوتين له پاره يوه تیاره مړۍ يوو.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، آنالينا بربوک، هم د يکشنبې په ورځ د آلمان عمومي تلویزیون سره په مرکه کې له يو «خطرناک وضعیت» څخه خبرداری ورکړ. خو هغې د دې تر څنګ ټينګار وکړ چې تر اوسه داسې کومې نخښې نښانې نشته چې پوځي جګړه دې قطعې وي.
د میرمن بربوک په خبره، اولاف شولتڅ غواړي په کیف او مسکو کې د خلع سلاح او د دواړو خواوو ترمنځ د لا ډير شفافیت پر مراحلو خبرې وکړي. هغې ټينګار وکړ: «موږ له ټولو لارو څخه په استفادې هڅه کوو چې روسيه د مذاکرې په میز کې وساتو.»
د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسن، په راتلونکو ورځو کې د اکراين بحران پرسر د شمالي اروپا او د بالتيک حوزې له مشرانو سره خبرې کوي. هغه ويلي دي: «لا تر اوسه د کړکېچ کمولو او ديپلوماسۍ له پاره یوه دروازه موجوده ده.»
له بل لورې د کیف ولسمشر، ولادمير زلینسکي د امريکا ولسمشر جو بایدن ته بلنه ورکړې چې کیف ته ورشي. د اوکراین د ولسمشر د دفتر په خبره، زلینسکي د یکشنبې په شپه بایدن ته په ټيلفوني خبرو کې وويل: «زه په دې باندې باوري شوی یم چې په راتلونکو ورځو کې کیف ته ستاسو سفر به يو قوي زیګنال وي او د وضعيت په تثبيت کې به مرسته وکړي.»
د امریکا حکومت په وروستيو ورځو کې څو ځله تکرار کړې چې روسيه ممکن «هره لحظه» پر اوکراین حمله وکړي. امریکايي رسنيو د امریکا د استخباراتي ادارې، سي آی اې، له قوله ويلي دي چې پر اوکراين باندې د روسيې حمله به د روانې اوونۍ په منځ کې ترسره شي.
د اوکراين ولسمشر د دغه خبر خپرول، د خپل هیواد د وکړو په منځ کې د ويرې د خپريدو سبب ګڼلی دی.
دويچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.