اوکراین: د جګړې پر مهال د تعلیمي کال پیل کیدل
نوی تعلیمي کال پیل شو، خو په اوکراین کې زده کوونکي نه شي کولای د ښوونځیو په عادي ټولګیو کې کیني. په ځینو سیمو کې د امنیتي لاملونو له کبله ټولګي په تهکاویو، یا د مترو په تمځایونو کې جوړ شوي، لکه دلته په خارکیف کې.
خوندي درسي ټولګي
د دوبي رخصتۍ پای ته ورسېدې او همدارنکه په اوکراین کې د سپتمبر لومړۍ نیټه د ښوونځيو د پیل ورځ وه. آنلاین او یا هم په حضوري او انلاین بڼه ترسره کیدونکي زده کړې په ځینو سیمو کې د جګړې لومړیو کرښو ته نږدې پرتې دي. په خارکیف کې هڅې روانې دي چې د ماشومان لپاره د مترو په تمځایونو کې خوندي ټولګي جوړ کړي، څو په خوندي توګه زده کړي وکړي. د مترو تمځای کې یوه ښوونکې له یوې زده کوونکې سره ټولګي ته روانه ده.
په ګډه زده کړي
په ټوله کې د اوکراین د شاوخوا ۳،۷ ملیونه زده کوونکو له پاره نوی ښوونیز کال پیل شو. همدارنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته د تعلیمي کال د مبارکي ترڅنګ هغوی ته د بریا ډک کال لرلو هیله څرګنده کړه.
رنګین درسي ټولګي
یوه ښوونکې په ټولګي کې زده کوونکو ته ښه راغلاست وایي. ښوونکو ډیره هڅه کړې وه چې پر ناړوه شرایطو سربیره هم په ښایستو رنګونو سینګار کړي، څو ماشومانو ته د امکان تر حده ماشومانو ته یو ارام او له رنګونو ډک چاپیریال برابر کړي.
له درسي ټولګیو څخه د ښاروال لیدنه
د ښوونځي په لومړۍ ورځ د خارکیف ښاروال د مترو په تمځای کې جوړ شوي د ښوونځي یوي ټولګي ته ورغی. په ټوله کې ۶۰ درسي ټولګي جوړ شوي چې له زرو زیات زده کوونکي کولای شي په حضوري ډول دغو ټولګیو کې ګډون وکړي.
د توغندیو د بریدونو سربیره ښکلي صنفونه
په ګډه زده کړه او له ښوونکو سره په مستقیم ډول د نظر او معلوماتو تبادله په ځانګړي توګه د ماشومانو له پاره مهمه وي. د جګړې له پیل راهیسې، په لویو ښارونو کې ښوونځي دې ته دې مجبوره شوي چې په آنلان توګه تدریس پلان کړي. دا ځکه چې دا ښار د دې هېواد په ختیځه برخه کې د روسیې پولې ته څېرمه موقعیت لري او چارواکي ویره لري چې ښایي ښوونځي یو اسانه هدف وي.
د نظر او معلوماتو تبادله
د اوکراین د دوهم ستر ښار د مترو په تمځای کې د جوړ شوي ښوونځي د باندې د یوه ماشوم مور وايي چې «ماشومان به دې جوګه واوسي چې سره وویني او د خبرو کولو له پاره یوه ګډه ژبه ومومي.» دغه مور وایي چې هغه په بشپړ ډول د دې کار ملاتړ کوي.
هغه سروس چې زده کوونکي کورونو ته رسوي
د ښوونځي وخت پای ته ورسید او خپلو کورونو ته د تلو وخت دی. د رخصتۍ وروسته زده کوونکي هغه سرویس ته ورپورته کیږي چې د باندې دوی ته ولاړ دی. په دې ډول له په تهکاوۍ کې له ښوونځي څخه تر کوره د ماشومانو د رسولو دا خوندي لار ده.