اوکراین له آلمان څخه د پرمختللو جنګي ټانکونو غوښتنه کړې
۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعهاوکراین له آلمان څخه د پرمختللو جنګي ټانکونو غوښتنه کړېد آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله، د اوکراین صدراعظم شميهال وويل: «موږ له امریکا متحده ایالاتو څخه تمه لرو چې د ابرامس ټانکونو اکمالات وکړي او آلمان د ليوپارډ ۲ ټانکونو اکمالات وکړي. دا هغه عصري ټانکونه دي چې اوکراین ورته په جګړه کې اړتيا لري.«
په آلمان کې اوکراین ته په مستقیمه توګه د ټانکونو او پوځي وسايطو د اکمال موضوع، د ېوې تابو يا ممنوعه موضوع په توګه پاتې ده. په دغه هیواد کې خلک په عام ډول د هر ډول بهرني پوځي یرغل په برخه کې محتاط دي.
تر اوسه پورې د ناټو بل هيڅ غړي هیواد اوکراین ته د وسلو دا ډول سیستم په اختیار کې نه دی ورکړی.
آلمان په ابتدا کې کیف ته د وسلو په ورکړه کې زړه نا زړه وو، خو وروسته ېې ۱۰ توپونه، ۳ ضربه يي راکټ لانچرونه او ۳ د مرمۍ ضد موټرونه وليږل، خو اوکراین له آلمان څخه د لا ډيرو ټانکونو او دفاعي سیستم د استولو غوښتونکی دی.
د اوکراین صدراعظم وويل: «موږ د سولې له پاره جګړه کوو...موږ باید له یو بل سره ودریږو او په ګډه د اروپا د آزادۍ له پاره جکړه وکړو.«
تمه ده چې د اوکراین صدراعظم به د شنبې په ورځ برلین ته راشي او له خپل آلماني سیال اولاف شولڅ سره وګوري. دنیز شمیهال به تر ټولو لوړپوړی اوکرايني چارواکی وي چې پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته آلمان ته سفر کوي. په اوکراین کې د روسېې جګړه اوس په خپلې شپږمه مياشت کې ده.