ايا دغه حيرانوونکي کروز کښتۍ پېژنۍ؟
د اروپا د کښتۍ جوړولو صنعت د آسيايي سيالانو تر فشار لاندې دی. خو کله چې د کروز کښتيانو د جوړولو خبره په منځ کې وي، لمړۍ خبره به د اروپا وي، څرنګه چې دغه انځورونه ښيي.
د توسعې په حال کې صنعت
بد کروز کښتيانو د نړيوالو کرښو د ټولنې په وينا، سږکال به له ۲۵ ميليونو څخه زيات خلک د کروز کښتيانو ټکټونه ريزرف کړي. دا شميره به له ۲۰۱۶ کال څخه درې ميليونه زياته وي. کروز کښتيانو کې د سفرونو تقاضا زياته شوې په همدې دلیل سږکال ۲۶ نورې کښتيانې هم جوړيږي چې د پخوانيو ۴۴۸ کښتيانو پر شمير به ورزياتې شي.
نوې کښتيانې په لاره کې دي
سږکال به د کروز ۱۲ نوې کښتيانې نړیوالو اوبو ته ښکته شي. دغه کښتيانې به په مجموعي ټوکه ۲۸ زره مسافر ليږدوي.کومې کښتياني چې سږکال يې د رغولو چارې پاي ته رسيږي له هغو څخه يو څلورمه برخه يې آلمان کې جوړيږي.
ګټور صنعت
اروپايي کښتۍ جوړونکي شرکتونه د لويو او مغلق سيستم لرونکو کښتيو په جوړولو کې د لسيزو تجربې لري. دغه صنعت ډیر ښه او لوړ عوايد لري. د کروز لويې کښتيانې د ښو تجربه لرونکو پرسونلو په لرو ميلمنو او مساپرو لپاره عالي خدمات وړاندې کوي.
درې مخکښه شرکتونه
د ايټاليا فينسانتيري، د فرانسې اس تي ايکس او د آلمان مایر ويرفت، د کروز کښتيو جوړونکي درې مخکښ شرکتونه دي. فينسانتيري د ۲۰۱۶ کال په لمړيو کې د ۲۴ کښتيو د جوړولو قرارداد امضا کړ. آلماني شرکت (انځور کې) د ۲۱ کشتيو او فرانسوي شرکت بيا د ۱۲ کښتيو جوړولو قراردادونه امضا کړل.
جاپاني شرکتونه
د جاپان ميتسوبيشي شرکت یوازې غیر اروپايي شرکت دی چې کروز کښتيانې جوړوي. خو دغه شرکت په ۲۰۱۶ کال کې يوازې د ېوې کښتۍ جوړولو قرارداد امضا کړی دی. دغه شرکت غواړي چې د کروز کښتيو جوړولو کار بند ودروي. دا به د آلماني شرکت ماير ويرفت په ګټه وي. مايرو ويرفت تر ۲۰۱۳ کال پورې د ايديا (AIDA) شرکت لپاره د کروز ۷ کښتياني جوړې کړې.
د ايديا بيرته ستنيدل
د ايديا شرکت په ۲۰۱۵ کال کې میدان ته راستون شو. دغه شرکت اعلان وکړ چې د آلمان ماير ویرفت سره يې د دوو کروز کښتيو قرارداد امضا کړی دی. يوه کښتۍ به د ۲۰۱۸ کال تر مني او بله به يې د ۲۰۲۱ کال تر پسرلي پورې بشپړه شي. هره کښتۍ به ۲۵۰۰ کوټې لرونکې وي. په دغو کښتيو کې به تيلو پر ځای له ګازو کار اخيستل کيږي چې د چاپيريال لپاره هم ګټور ده.
د چاپيریال لپاره ګټور
د نويو کروز کښتيانو يو ښه والی دا دی چې د تيلو پرځای په ګازو چليږي چې د يو شمير ګازاتو د افرازاتو د کموالي سبب واقع شي. دغه کښتياني پر برقي ماشينونو، ایل اي دي څراغونو او د هوا د توليد پر ماشينونو سمبال دي.
تر ټولو لويه کښتۍ
اوسمهال د «هاروموني آف دې سيز»، د نړۍ تر ټولو لویه کښتۍ ده. دغه کښتۍ ۳۶۲ متر اوږدوالی، ۶۶ متره سور او د ۱۶ پوړو لرونکې ده. ۲۰ د ډوډې خوړلو سالونونه، ۲۳ د لامبا حوضونه او يو پارک لري چې ۱۲۰۰ وني په کې ولاړې دي. دغه کښتي د ۵۴۸۰ تنو مسافرو لپاره کوټې لري اود کارکونکي شمیر يې ۲۰۰۰ تنو ته رسيږي.
د ۱۹۱۲ کال د اپريل ۱۵مه د کروز کښتيو په تاريخ کې یوه بده ورځ
تايتانيک کښتۍ ۲۶۹ متره اوږدوالي او د ۹ پوړنو لرونکې وه چې د ۲۶۸۷ تنو مساپرو لپاره يې ځای لرود. د کارکونکو شمير ېې ۸۶۰ تنو ته رسيده. دغې کښتې په آخرې سفر کې ۲۲۰۰ تنه مساپر ليږدول چې له ډلې څخه یې ۱۵۰۰ تنه مړه شول. د نجات کښتۍ د تايتانيک له ډوبيدو يو ساعت او ۲۰ دقيقې وروسته د پيښې ځای ته ورسيده، که چيرته پر وخت رسیدلې وی مساپر ژغورل کيدای شول. لويه ستونزه دا وه چې د هر مساپر لپاره قایق شتون نه لاره.
چين، د کروز شرکتونو راتلونکی رقيب
چين به ډير ژر د اروپا د کروز کښتۍ جوړونکو شرکتونو په سيال بدل شي. تيرکال يو ميليون چينايانو د دغو کښتيو ټکټونه اخيستي ول. اټکل کيږي چې دغه شميره به تر ۲۰۳۰ کاله پورې ۸ ميليونو ته ورسيږي. چينايي شرکتونو دغې مسئلې ته پام اوښتی دی. په ۲۰۱۵ کال کې ايټالوي شرکت فينسانتيري له يو چينايي شرکت سره ګډ کار پیل کړ.