1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د واتس اپ او گوگل پلې بندیز له منځه یووړ

ګل غوټۍ پوپل | فرانس پرس، رویترز
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبه

ایراني چارواکو ویلي دي چي له واتس اپ او گوگل پلې څخه د استفادې د بندیز له منځه وړل په دغه هیواد کي "د انترنتي محدودیتونو په له منځه وړلو کي لومړنی گام" دی. ایران اوس هم انټرنټ سخت کنترولوي.

https://p.dw.com/p/4oZPt
د میتا د شرکت لوگو
ایران د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چی د انترنت سخت کنترول کويانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د ایران دولتي خبري آژانس، ایرنا رپوټ ورکړی دی چي د دغه هیواد چارواکو د ميتا په شرکت پوري تړلو پیغام رسوونکو پلټ فورمونو او همدارنگه د گوگل پلې اپلیکیشن خدماتو ته د لاس رسي بندیز، د انترنټي محدودیتونو د راکمولو په برخه کي د لومړني گام په توگه له منځه وړی دی.

ایرنا رپوټ ورکړی دی چي د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د مجازي فضا په عالي شورا کي ویلي دي: "ځینو مشهورو بهرنیو پلټ فورمونو لکه واتس اپ او گوگل پلې ته د لاس رسي دبندیزونو  د له منځه وړلو له پاره اکثریت رایې په لاس راغلي دي."

دغي خبرپاڼي همدارنگه د ایران د معلوماتي او ټکنالوژي اړیکو وزیر، ستار هاشمي له خولې ویلي دي چي دغه اقدام "د انترنتي محدودیتونو په له منځه وړلو کي لومړنی گام" دی.

ایران  د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چي انترنټ ته د لاس رسي په برخه کي تر ټولو جدي محدودیتونه عملي کوي. په دغو بندیزونو کي په امریکا متحده ایالاتو کي مستقرو ټولنیزو رسنیو  لکه فیسبوک ، ایکس (پخوانی تویتر) او یوتیوب بندیز او فلټر کول شاملیږي.

اړوند:آیا طالبان کولای سي فیسبوک بند او یا محدود کړي؟

په ایران کي د تیلگرام په نوم پیغام رسولو خدمات د ۲۰۱۸م کال په اپریل کي منع اعلان سول. سره له دې ایرانیان چي له ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو په برخه کي له کافي پوهې څخه برخمن دي، له فلټر ماتوونکي (وی‌پی‌ان) څخه په استفادې سره له دغو محدودیتونو څخه تیریږي.

که تاسو هم انترنت ته د لاس رسي په برخه کي له بندیزونو سره مخامخ یاست، د دویچه ویله له فلټر ماتوونکي څخه کار واخلی.

مخکی له دې په ایران کي د حکومت پر وړاندي احتجاجونو کي په پراخه توگه له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخیستل سوی دی.

په تیرو وختونو کي د ایران ځینو چارواکو او د دغه هیواد د استازو جرگې هم پر انترنت باندي محدویتونو او کنترول باندي انتقاد کړی وو او دغه کار یې زیانمنونکی بللی وو.

امریکا متحده ایالاتو د روان کال په سپټمبر مياشت کي د ټیکنالوژۍ له سترو شرکتونو څخه وغوښتل چې د ایران په ګډون د هغو هیوادونو له خلکو سره مرسته وکړي چي انترنت په پراخه کچه سانسور کوي.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.