ایټالیا: مور او دوو زامنو یې خپل پلار وژلی
۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبهدغه خبر د ایټالیا د بندري ښار، سالرنو لوی څارانوالۍ ورکړی دی. ډیرو رسنیو پرون شنبه (د اګست ۲۰ مه) د دغه جرمي عمل په باب لیکلي دي او هغه یې یو ډیر «ظالمانه او خونړی» عمل بللی دی. ویل کیږي، چي د واله پیانا په کوچني ښار کي دغه درې سره شکمن کسان د تیري جمعې په ورځ نیول سوي دي.
د څارنوالۍ د معلوماتو پر اساس دغه جرمي عمل حتی د تیر جولای میاشتي په اخره کي تر سره سوی دی. د وژل سوي سړي ښځي د جولای پر ۳۰ مه پولیسو ته مراجعه کړې وه او ویلي یې وه، چي میړه یې ورک سوی دی. خو پولیسو د دې په خبرو باور ونکړ او ویې غوښتل، چي د کور د مراقبتي کمرې ویدیو وګوري.
پولیسو وکولای سول، چي د هغه وخت ویدیويي فلمونه پیدا کړي. په تصاویرو کي معلومه سول، چي څنګه دغو درو سرو پر مځکه پروت سړی د یوه ۱۱ کلن کوچني په مخکي په چاړه وهي.
وروسته یې جسد په یوه پلاسټیکي کڅوړه کي اچوي او د کور څخه یې دباندي انتقالوي. اطفائیه بلاخره د هغه مړی د واله پیانا د ښار په یوه کنده (ژوره) کي پیدا کوي.
آ./م.ق.م./ا.ا.