ایټالیا: د کښتۍ تر ډوبیدو وروسته پناه غوښتونکي لا درکه دي
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبهچارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په مدیترانه کې له مهاجرو څخه د یوې ډکې کښتۍ د ډوبیدو له کبله دوه کسان وژل شوي او څو تنه نور لا هم لا درکه دي. کښتۍ د ایټالیا لمپیدوسا ټاپو ته نزدې ډوبه شوې ده.
د ایټالیا ساحلي ځواک ویلي دي چې کښتۍ تر نیمې شپې لږ وروسته اوښتې ده او تر اوسه ترې ۲۲ تنه ژغورل شوي دي. زیاته شوې ده چې د ډوبیدو پر مهال په کښتۍ کې نزدې ۵۰ کسان سپاره ول.
په مدیترانه کې اوس شرایط ډیر سخت دي. ویل شوي دي چې د همدې سختو شرایطو له کبله په کښتۍ کې سپاره کسان وارخطا شول او ډیر شمیر یې د کښتۍ په یوې څنډه کې راټول شول. له همدې کبله بیا دغه کښتۍ واوښته.
تر اوسه پورې د ایټالیا ساحلي ځواکونو او د دې هیواد سرحدي پولیسو دوه جسدونه موندلي دي. په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې کښتۍ د هوا د سختو حالاتو او په ناڅاپي توګه پکې د سپرو مهاجرو د خوځیدو له کبله اوښتې ده.
دا هم ویل شوي دې چې په ډوبې شوې کښتې کې د هغې تر ظرفیت ډیر کسان سپاره شوي ول.
(ms/nz (dpa, Reuters, AFP