بارسلونا کې ترهګریز یرغلونه ـ تر اوسه کوم معلومات شته
د پنجشنبې په ورځ د هسپانیې په یوه مشهور ځای لاس رمبلاس کې یو لارۍ موټر پر خلکو وروخیژول شو. په پيښه کې ۱۳ تنه ووژل شول او نور ګڼ شمیر ټپیان شول. تندلارې ډلې «اسلامي دولت» د برید مسوولت پر غاړه اخیستی
د عیني شاهدانو د وینا له مخې لارۍ ډوله موټر د هسپانيې د بارسلونا په یوه مشهوره سیمه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر لور وروځغلول شو.
د موټر چلونکی د پيښې له ځای څخه تښتیدلی دی، چې پولیس یې د لټون په هڅه کې دي. لومړني رپوټونه چې ګویا دوه وسله وال کسان په یوه بار کې پټ شوي ول، د پولیسو له خوا په سملاسي توګه رد شول.
د پيښې درې ساعته وروسته پولیسو د لومړنیو کسانو د نیول کیدو رپوټ ورکړ. تر هغې لږ څه وروسته یو دریم شکمن کس هم ونیول شو.
ترهګرې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
تر پیښي سملاسي وروسته پولیسو دغه ځای کلابند کړ او په دغه ځای کې ودانۍ او دوکانونه له خلکو خالي کړی شول.
د کتالونیا ځایي چارواکو ویلی دي چې په پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او نور ۱۰۰ تنه ټپیان دي. ویل شوي دي چې ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.
د کتالونیا د داخلي چارو ایالتي وزیر د پيښې وروسته له خلکو وغوښتل چې د وضعیت د روښانه کیدو پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د کتلونیا په کامبریلس کې په یوه بله پيښه کې تیره شپه امنیتي ځواکونو پنځه شکمن ترهګر وژلي دي. ویل شوي چې هغوی د چاودیدونو توکو کمربندونه هم درلودل. د سیلانیانو دغه سیمه د بارسلونا سویل لویدیځ ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
تر دې دمخه به کمبریلز کې عاملینو پر پلي کسانو موټر ورځغلولی وو چې په پایله کې یې اووه تنه ټپیان شوي وو.
په بارسلونا کې د لارۍ موټر چلونکي سخت لټون روان دی. خو برید کوونکی لا تر اوسه نه دی نیول شوی