بريتانيا کې لومړی چاپېريال دوسته مسجد پرانيستل شو
۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعهد بريتانيا د کمبرج ښار مرکزي مسجد قسما د ترکي سازمانونو له خوا تمويل شوی دی چې په خپله انترنېټي صفحه کې ځان ته «د ۲۱ مې پېړۍ د بريتانوي جومات» خطاب کوي. اردوغان د پرانيستنې پر مهال داسې وينا واوروله چې د تويتر د لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده او پکې يې وويل چې «يو مسلمان ترهګر کېدای نه شي او له اسلام څخه کوم تروريست نه شي راوتلی.» د هغه په خبره «موږ دا نه غواړو او نه به د اسلامي ترهګرۍ لقب ومنو.»
اردوغان زياته کړه چې د هغه په نظر د عبادت يو ځای يعنې جومات به د اسلام ضد احساساتو ته تر ټولو ښه جواب وي. د هغه په خبره دغه کمپلکس يعنې بېلابېلې برخې لرونکې ودانۍ چې ۱۳۰۰ لمونځ کوونکو ته په عين وخت کې ځای ورکوي، د «اروپا لومړنی چاپېريال دوسته جومات» دی. د رپوټونو له مخې اردوغان د جومات دغې پرانيستنې ته د مشهور انګليسي ژبي ولسي سندرغاړي يوسف اسلام له خوا بلل شوی وو چې د کېټ ستيفنس په نوم هم ډېر شهرت لري. نوموړی خپله هم دې غونډې ته ورغلی وو.
د قراني بڼ ويډيو هم وګورئ:
چاپېريال ساتنه او د اسلام ضد احساساتو په وړاندې مبارزه
داسې ويل کيږي چې په دغه مسجد کې «له لمريزې انرژۍ څخه د اوبو د تصفيې آن د هوا تر عصري تودوخې او سړولو تکنالوژۍ پورې» هر څه نصب شوي دي. په دغه جومات کې داسې د مهندسۍ طرحه په کار لوېدلې ده چې «په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال دی څو د کاربن ډای اکسايد کچه عياره او طبيعي بڼو او موادو ته ترجيح ورکړي چې ګنبده يې د ونو جوړښتونو ته ورته برېښي.»
د بريتانيا د مسلمانانو د شورا د يوې څېړنې له مخې د اسلام ضد روحيه د هغو مسلمانانو تر ټولو لويه اندېښنه وه چې د راتلونکې اوونۍ په ټولټاکنو کې هم خپله رايه ورکوي. دغې شورا په ټولو سياسي ګوندونو باندې غږ کړی دی چې د «اسلام ضد روحيې او هر ډول تعصب» په وړاندې عمل وکړي چې په عين حال کې يې د لومړي وزير بوريس جانسن، پر محافظه کار ګوند تور لګولی چې په دې کار کې پاته راغلی دی.
Dpa/ns/sr
زموږ له آرشيف څخه د انځورونو البم: