بشپړ ښوونځی په یو ټولګي کې
د کندهار ولایت د جګړې ځپلې ولسوالۍ په یوه لیري سیمه «تلوکان» کي د نجونو او هلکانو یو ښوونځی په شخصي لګښت جوړ سوی چې یوازې یو ټولګی لري. په دغه ټولګي کي اوس نژدې ۵۰ زده کوونکو ته دوه تنه ښوونکي تدریس کوي.
د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کي لومړی وړیا ټولګی چي ۵۰ زده کوونکي پکښي زده کړي کوي. دوی ته قرطاسیه او کتابونه هم مفت ورکول کیږي.
د دغه ښوونیز مرکز بنسټګر نقیب اسحاق وايي چي په دغه ځای کي نجوني او هلکان بغدادي قاعده، حساب او پښتو لیک لوست زده کوي.
نقیب الله اسحاق دویچه ویله ته وویل چي خپل شخصي درې خوني کور يې د ماشومانو زده کړي ته ځانګړی کړی دی او پلان لري چي «دغه ټولګی په ښوونځي بدل کړي.»
د امین الله په نامه یو زده کوونکی وايي، دلته يې له خپلو ښوونکو څخه ډېر شیان زده کړي او کولای سي تر « ۱۰۰» پوري حساب ولیکلای او ولوستلای سي.
تلوکان» د کندهار ښار په څلوېښت کیلو مترۍ کي پرته سیمه ده چي دغه ښوونیز مرکز يې د سیمي د زده کوونکو له پاره یو طلايي چانس ګڼل کیږي. په دغه مرکز کي دوه تنه ښوونکي چي له دولسم ټولګي څخه فارغ دي په تدریس ګومارل سوي دي.
«تلوکان» سیمي خلک وايي، دولت او نړيوالو مؤسسو ته په کار ده چي دغه مرکز تقویه او نور ښوونیز مرکزونه هم ورته جوړ کړي چي په «یو وخت کي زیاتو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه چمتو سي.»
د کندهار په دغه ليري پرته ولسوالي کي چي جګړو سخته ځپلې ده، د دغه شان يو ښوونيز مرکز جوړيدل يې اوسېدونکو ته د خوښۍ زيری دی. زده کوونکي هر سهار پر ټاکلي وخت هلته ځي، په یوه کرښه کي منظم دریږي، تر قرائت او ترانو ویلو وروسته خپلو ټولګیو ته ځي او د ښوونکو درس ته په ډېره مینه غوږ نيسي.