بغلان؛ ترافیکي پېښه کې شپږ کسه مړه شوي دي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهپه بغلان ولايت کې د طالبانو د ترافيکو مدير قاري نذيرالله عبيدي د طالبانو تر ادارې لاندې د باختراژانس ته ویلي دي چې تيره شپه د پلخمري ښار په خواجه الوان سيمه کې په يوه ترافيکي پيښه کې شپږ تنه کسه مړه شوي او يو ټپي شوی دی.
د دې پېښې د ټپي شوي کس روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
بامیان؛ ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
په بغلان کې د طالبانو د د دغه مسوول چارواکي په وینا، دغه پېښه د يوه بار وړونکي موټر، چې له څارويو ډک وو او د يوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، په دې پېښه کې شل څاروی هم له منځه تللي دي.
بلخ؛ ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي
دغه راز په پکتيکا ولايت کې په يوه بله ترافيکي پيښه کي دوه تنه ټپيان شوی دي. په دي وروستيو کي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي ترافیکی پيښې زياتې شوي دي.
د موټر چلوونکو بي احتياطي، د ترافيکي مقرراتو نه مراعاتول، د موټر چلوونکو له خوا د نشه یي توکو کارول، په زیات سرعت تګ او د سړکونو ډير خرابوالې په افغانستان کې د دغه پيښو د رامنځ ته کيدو اصلي لامل یادیږي.