بلخ؛ ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي
۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبهاعلان
په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکو په یوه ترافیکي پېښه کې د دوه کسانو د مړینې او پنځو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. د بلخ د پولیسو ویاند اصف وزیر وایي، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک ناحیه کې شوې ده.
اړوند مطلب: تخار: په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي دي
ټپیان د بلخ روغتون ته انتقال شوې دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. امنیتي مسؤلینو د دې پېښې لامل «د موټر چلونکی بې احتیاطي» یاده کړې ده.
په افغانستان کې هر کال د بیلابیلو دلایلو له مخې تل ترافیکي پېښي رامنځ ته کیږي.