بنګله دېشي کرکټر شکېب الحسن پارلماني ټاکنې ګټلي
۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبهد بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې پیژندل شوي ستوري شکېب الحسن د خپلې بریا په لومړۍ ورځ خپل یو مینه وال په څپېړه وهلی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
شکېب الحسن د بنګه دېش په عمومي ټاکنو کې د عوامي لیګ په مشرۍ د لویدیځ ښار ماګورا څخه برخه اخېستې وه چې تیره ورځ د پایلو د اعلان پر مهال د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی.
د ډهاکه ټریبیون ورځپاڼې په وینا چې شکېب الحسن د لویدیځ ښار ماګورا د خپلې ټاکنیزې حوزې څخه د ۱۸۵،۳۸۸ رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی.
په عین وخت کې د بنګله دیش د کریکټ بل پیژندل شوی ستوری مشرفی مرتضی هم سیاست ته راغلی دی او نوموړي هم د بنګله دیش په عمومي ټاکنو کې د پارلمان څوکۍ ګټلې ده.
شکېب الحسن د بنګله دېش لپاره خپله وروستۍ نړیواله لوبه د سریلانکا پر وړاندې په تیر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ترسره کړه.
نومړي ټاکنو کې د کمپاین پر مهال ویلی وه چې له کرېکټ یې تقاعد نه دی اخېستې بلکې د یو څه وخت لپاره دمه دی چې بیرته به کرېکټ ته راشي.
د شکېب الحسن په لوبډلمشرۍ بنګله دېش په تیر نړیوال جام کې یوازې دوه لوبې وګټلې او په جدول کې یې اتم ځای خپل کړ.
په بنګله دیش کې د اپوزیسیون ګوندونو دغه ټاکنې تحریم کړي دي چې وروسته له هغې تمه کیږي لومړۍ وزیره شیخ حسینه به په پرله پسې ډول د څلورم او په مجموع کې د پنځم ځل له پاره د صدارت مقام ته ورسیږي. په بنګله دیش کې په دې ټاکنو کې د ۳۰۰ پارلماني چوکیو له پاره په مستقیم ډول د نږدې ۲۰۰۰ نوماندانو ترمنځ سیالۍ شوي دي.
بنګله دیش اوسمهال له سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی، ځکه سیاسي مخالفین د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. له ټاکنو مخکې د خراب اقتصادي وضعیت، بشري حقونو تر پښو لاندې کیدو او د اپوزیسیون د سرکوب کولو پر ضد مظاهرو له کبله دغه هیواد ډیر اغیزمن شوی دی.
.