د پاکستان داخله وزير: له ۲۰۰زرو ډېر افغانان له پاکستانه وتلي
۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبهد پاکستاند کورنیو چارو وزير، سناتور سرفراز بګټي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۴مه) د آلمان خبري آژانس ته وويل: «تر اوسه پورې له ۲۰۰زرو ډېر افغان مهاجر خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.»
بګټي زیاته کړه چې افغانستان ته د بېرته ستنېدا پروسه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ټولو سرحدونو کې په نرمۍ سره روانه ده. د پاکستان یاد دوه ایالتونه له افغانستان سره ګډې پولې لري.
په وروستیو اونیو کې له ۱۶۰زرو ډېر افغان مهاجر د پاکستان له خیبر پښتونخوا او له ۶۰زرو ډېر له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته بېرته اوښتي دي.
د پاکستان د رسمي ارقامو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴ اعشاريه ۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې په دې ډله کې ۱ اعشاريه ۷ ميلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
پاکستان تېره میاشت اعلان وکړ چې له اسنادو پرته افغانان دې د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په افغانستان کې طالب چارواکو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو په اېستلو کې دې له بېړې کار نه اخلي او د هغوی د باعزته بېرته ستنيدو له پاره دي اضافي وخت ورکړي. رپوټونه وايي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د چارواکو له خوا ځورول کيږي تر څو له دغه هېواده وتلو ته ېې اړ کړي وي. ځينې بشري سازمانونو او فعالینو د پاکستان پر چلند نېوکې کړې دي.
(dpa)mks/mns