بې له امنيتي تړونه د امريکا د پوځي حضور امکان
۱۳۹۲ اسفند ۲۱, چهارشنبهپه داسي حال کي چي د بارک اوباما ادارې څو واري له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتيرو د ايستلو گواښ کړی دی، له قانوني اړخه داسي دليل نشته چې امریکا متحده ایالات دي په اصطلاح «د صفر انتخاب» ته مجبوره شي.
له قانوني لحاظه د امریکا متحده ایالاتو د ۳۳۶۰۰ عسکرو ځای پر ځای کول د پوځ د اوسني وضعیت تړون تر پوښښ لاندي راځي. دغه تړون په ۲۰۰۱مېلادي کال کې د سپتمبر تر یوولسمي پېښي وروسته او پر افغانستان باندي د امریکا متحده ایالاتو د پوځي يرغل تر پیل دمخه رامنځ ته شوی دی. د پوځيانو د ځای پر ځای کولو دغه تړون د ختم کومه مشخه نېټه نه لري او د افغانستان له عدلي تعقیب څخه د امریکایي سرتیرو مخه نیسي.
متقاعد ډگروال مانویل سوپروایله، چې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ مېلادي کلونو کې په افغانستان کې د امریکایي پوځونو مشر مدافع وکیل وو وایي: «تر هغه وخته چې افغانستان او یا هم د امریکا متحده ایالات، د پوځونو د اوسني وضعیت دغه قانون لغو نه کړي، هغه د عملي کېدو وړ دی.»
دغه وکیل په نړیواله کچه د امریکایي پوځونو د میشتېدو په اړه پر دغه شان موافقو باندي کار کړی دی او د واشنگټن او کابل تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون د مسودې په اړه یې سپارښتني هم کړي وې. افغان ولسمشر حامد کرزی له واشنگټن سره د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکیدو څخه ډډه کوي.
اسوشیتد پرېس خبري آژانس، په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امریکایي چارواکو په شخصي توگه ویلي دي چې داسي هیڅ کوم قانوني دلیل نشته چې بارک اوباما، دې ته اړ کړي چي که چیرې له افغانستان سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو د کال تر پایه دې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر راوباسي.
د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت سلاکاري سوزان رایس، د تیر کال په نومبر میاشتې کې حامد کرزي ته د بارک اوباما پیغام ورساوه. د سپیني ماڼۍ د معلوماتو له مخي رایس، کرزي ته ویلي ول چې که دغه تړون ژر لاسلیک نسي بې له دې چي متحده ایالات له افغانستان څخه خپل ټول سرتيري و نه باسي بله لار نه لري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا یوه پخواني کارکوونکي داودو یعقوب له اسوشېتد پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه خبره چي امریکايي چارواکي وايي عسکر به وباسو قانوني بنسټ نه لري، ځکه چې په وینا یې د پوځونو د وضعیت اوسنی تړون هغه پخوانۍ قانوني بڼه لري.
هغه ویلي دي:«زما له نظره هغه خبره چې تر ۲۰۱۴مېلادي کال وروسته به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو حضور قانوني نه وي، سمه نه ده... که یو څوک دغسي انگیرنه کوي نو قانوني انگېزه نه لري، ښایي تر شا یې بل څه وي، ښایي سیاسي وي.»
د سرتیرو د اوسني موقف او له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د موافقو له مخې امریکایي سرتیري په افغانستان کې له عدلي تعقیب څخه خوندي دي. د واشنگټن او کابل تر منځ تر اوسه لا دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک شوی نه دی.