د مهاجرت د کړکیچ پرمهال رسنۍ په خپلو دندو کې پاتې راغلي
۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبهپه آلمان کې یوې څیړنې موندلې چې په ۲۰۱۵م کال کې هغه وخت چې په اروپا او په ځانګړې توګه په آلمان کې د مهاجرت د کړکیچ اوج وو، آلماني رسنۍ په خپلو دندو کې چې د وضعیت انتقادي ارزونه ده، پاتې راغلي.
یک کار تحقیقاتی به این نتیجه می رسد که در سال 2015 و اوج سرازیری آوارگان، رسانه های آلمانی در انجام وظیفه شان که تحلیل انتقادی اوضاع است، ناکام مانده اند. کریستوف هاسل باخ، خبرنگار دویچه وله این را تایید می کند.
په ۲۰۱۵م کال، آلمان کې د «ښه راغلاست دود» اصطلاح يوه نوې او په زړه پوری خبره وه. د دغه کال په مني کې ډيری سیاسي ډلو او رسنيو له دغې موضوع سره دومره ليوالتيا لرله او داسې يو سياسي اپوزيسيون ډير په سختۍ موندل کيده چې د آلمان د صدراعظمې د مهاجرت پر سياست دې نيوکه وکړي.
د مهاجرو په هکله د انګلا مرکل سياست افراطي او خاص د آلمان لپاره وو. هيڅ بل اروپايي هيواد په دې برخه کې د آلمان په څير پرمختګ ندی کړی. بهرنيو سياستوالو اعلان وکړ چې آلمانيان ليوني شوي دي. خو دننه په آلمان کې حکومت او رسنيو پر دغو نيوکو سر ونه ګراوه او پر ځای یې د ملت د روزنې له پاره یو بل ته لاسونه ورکړل.
اتوبرنر ادارې «څیړنیزه اداره» په دې برخه کې څيړنه وکړه او دې نتيجې ته رسيدلې چې: « خبريالان چې دنده یې د اطلاعاتو رسول دي، پر ځای د دې چې پر سياست او اجرائيوي ادارو بېطرفانه څارنه ولري او په هکله یې څيړنې وکړې، د سترو سياستوالو عقيدې يې ومنلې او...بلاخره که چا به په دې برخه کې شک او مخالفت ښکاره کاوه، د بهرنيانو ضد مفکورې لرونکي باندې تورن کيده».
ما همداسې يو احساس درلود. ما په لمړيو کې دا شک درلود چې د مهاجرو په هکله به د انګلا مرکل سياست سم نه وي او ما نشو کولای چې دا درک کړم چې ولې آلمان له اخلاقي نظره دې دا منلې چې په نامحدود شمير مهاجر ومني.
د مهاجرینو پرمخ د آلمان د پولو پرانیستل
زه هغه وخت په دې آند وم چې د څو مياشتو لپاره د سرحدونو خلاص پريښودل يوه لويه تيروتنه او د هيواد په زيان تماميدونکې یو موضوع ده. هغه همدا راز وايي چې زه ويريدم چې مهاجر به له ځانه سره خپلې هغه شخړې آلمان ته انتقال کړي، کوم چې په خپلو هيوادونو کې يې ادامه لري او له امله به يې زموږ هيواد او دولت د بې ثباتۍ لور ته ټیله کړي. دا ډول وضعيت نه زمونږ او نه هم دمهاجرو په ګټه وو.
خو په لمړيو کې مې دا جرأت نشو کولای چې په دې اړه څه ولیکم او دليل يې يوازې عمومي اخلاقي فشارونه نه وو. ما د مهاجرو وضعيت ښه درک کوو کوم چې د خپلمنځيو جګړو له امله دې ته اړ شوي ول چې زموږ هيواد ته پناه راوړي. دا چې ګڼ شمير آلمانيانو له تازه راغلو مهاجرو سره مرستې کولې ډیر د قدر وړ وو. داسې ډیر لږ پيښيده چې څوک دې شکايت وکړي چې ولې په ورزشي لوبغالو کې مهاجر ځای پرځای شوي دي.
هغه همدا راز و ايي چې ما نه غوښتل د هغو کسانو د خپګان سبب وګرځم چې مهاجرو سره به يې مرستې کولې. خو مونږ باید دا اجازه درلودی چې خپل نظر مو بیان کړی وای. نوموړې په دې نظر ده چې ترحم نشي کولای د سیاسي فعاليت لپاره يو غښتلی او کافي دليل وي. په همدې دليل ما پریکړه وکړه چې خپل نظر په واضح ډول سره بيان کړم.
اتوبرنر همدا راز وايي چې موږ په رسنيزو کنفرانسونو کې په دې اړه زيات بحثونه وکړل، په داسې حال کې چې د « ښه راغلاست له دود» سره مخالف کسان په اقليت کې وو. هغه زیاتوي چې د ټولنې نورو برخو بيا له دې موضوع سره په ډیر زيات مخالفت درلود. زه په تيرو لسیزو کې دې ته ورته داسې بل څه نه وینم چې تر دې حده د خلکو احساسات وپاروي.
هغه پوښتې چې نو بيا ولې د دويچه ويله په ګډون رسنيو د خلکو انديښنې بيان نکړې او په دې ترتيب يې خپلو دندو په سرته رسولو کې ناغيړې وکړه؟
غواړم زياته کړم، چې ما د شخصي خبرو اترو په پايله کې دا ومونده چې د مرکل د سياست په هکله د دويچه ويله بهرني کارکونکو د آلمانيانو په پرتله زيات مخالف نظرونه لرل. کیدای شي دليل به يې دا وي چې هغوی د آلمان د تاريخ پيټی پر شا نشي وړی.