تبصره: فضل الرحمن درې انتخابه لري
۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبهد جميعت علمای اسلام فضل الرحمن ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن د پاکستان لومړي وزير او برحال حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی دی چي د شنبې تر ورځي (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۳يمه) استعفی وکړي او د وخت تر مخه ټاکنو له پاره مهال وېش اعلان کړي. دغه ضرب الاجل نن ماښام پای ته رسيږي. د دغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو وروسته ګامونو په تړاو د »آزادي مارش« د مشرانو جرګه په سلا مشورو بوخته ده. فضل الرحمن ګواښ کړی ؤ چي که يې غوښتنې ونه منل سي نو به احتجاج کوونکي په اسلام آباد کي پرلت پېل کړي او د لومړي وزير کور ته به ننوځي.
واکمن پي ټي آی ګوند د جمعې په ورځ لا دا خبره روښانه کړې وه چي په هيڅ صورت به د لومړي وزير عمران خان د استعفی پر غوښتنه بحث نه کوي.
ظاهرا د مولانا فضل الرحمن سره درې انتخابونه دي: مخ په وړاندي ولاړ سي، پر شا سي او يا يو څو ورځي لا هلته پاته سي چيري چي اوس موقعيت لري.
مولانا او پلويان يې د مخ په وړاندي تللو امکانات لري، خو په دې ترڅ کي د مخامخ کېدنې او تاوتريخوالي امکانات زيات دي. دا ځکه چي حکومت ښکاره ويلي چي و سور زون ته د ننوتلو اجازه به په هيڅ صورت ورنکړي. حکومت د اېچ ناين په نوم ساحې پوري د احتجاج کوونکو د محدود ساتلو پلان چمتو کړی دی. نور د اپوزيسيون ګوندونه لکه مسلم ليګ نواز او پيپلز ګوند داسي معلوميږي چي د ډي چوک په نوم ساحې ته د پرمختګ کولو او په اسلام آباد کي د اوږد پرلت کولو په حق کي نه دي.
مولانا فضل الرحمن د پاکستان له پخو او باتجربه سياستوالو څخه يو بلل کيږي. که څه چي هغه د افغانستان د وسله والو طالبانو پلوی دی، خو پخپله اسلام آباد ته په اصطلاح د »ځانمرګي بريد« له پاره نه دی ورغلی. يعني هغه به په لوی احتمال داسي څه کول ونه غواړي چي پخپله ده ته زيان ورسوي. د پاکستان له بيلو برخو څخه د دومره زيات شمېر احتجاج کوونکو په راټولولو سره مولانا يو ځل بيا ثابته کړه چي څومره مهم سياسي کس دی.
که مولانا بېله دې چي کومه ښکاره لاسته راوړنه ولري پر شا سي، نو حکومت به دا د هغه ناکامي اعلان کړي. مولانا به خپلو خلکو ته دا قناعت ورکړي چي په سياست کي که بعضي وخت يو قدم پر مخ مهم وي نو بعضي وخت دوه قدمه پر شا لا هم زيات اهميت درلودلی سي.
که مولانا له دريم انتخاب څخه کار واخلي او هلته پاته سي چيري چي موقعيت لري، نو د راتلونکي له پاره به د تګلاره جوړولو او د نورو ګوندونو سره د سلامشورې له پاره لا زيات وخت په لاس راوړي. په داسي يو صورت کي حکومت هم ښايي زيات مخالفت ونه کړي.
حکومت به کوښښ کوي چي مولانا فضل الرحمن پر يو ځای وساتي او هغه ستړی کړي. ښايي د هغه پر ضد بعضي دوسيې راپورته کړي، د مسلم ليګ او پيپلز ګوند سره يې د اختلافاتو راولاړولو کوښښ وکړي او که مولانا د پاکستان د وسله والو قوتونو او په اصطلاح »اسټبليشمېنټ« يا حاکم قشر له خوا کوم ملاتړ تر شا لري، نو د هغه د ضد پيدا کولو کوښښ وکړي.
پر مولانا دمګړی له هر لوري څخه فشار زيات دی. که پوځ دی او که ملکي حکومت، هر اړخ خپل جلا جلا غوښتنې لري. خو مولانا به په آخر کي هغه فيصله کوي چي په سياسي توګه د ده په ګټه وي.
مبصر: شاهزېب جيلاني
ا.و.ا./ن.ص.