تر انتخاباتو وروسته ډیرو ترکانو په جرمني کي پناه ورکړې ده
۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سهشنبهپه دوسلدورف کي نشریدونکي ورځپاڼي «راینشه پوست» نن سه شنبه دغه خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چي دا د همدې عیسوي کال له پیل څخه تر ټولو ډیري عریضې وې. یوه میاشت دمخه د جون په میاشت کي فقط ۸۸۴ او د کال له شروع څخه بیا مجموعأ ۵۱۰۷ ترکانو د پناه غوښتنه کړې ده.
د جرمني په پارلمان کي د چپيانو گوند د فراکسیون مرستیالې، سېویم داغ دِلن د هغه دلیل په ترکیه کي د جون میاشتي د پای انتخابات ښوولي دي. داغ دِلن نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي: « ددې بیره موجوده ده، چي د ترکیې حکومت به اقتصادي بحران ته په کتو سره لا ډیر سرکوبه کونکئ داخلي سیاست تعقیب او د ترکي پناه غوښتونکي تعداد به نور هم لوړ سي.»
د امريکا جمهوررييس دونالد ترمپ تیره اوونئ پر ترکیې باندي بندیزونه وضع کړل، چي په نتیجه کي یې بې له هغه ضعیفه لیره نوره هم راکښته کړه. ددغو تعزیراتو د وضع کیدلو دلیل په ترکیه کي د امریکايي راهب، اندریف برنسن- Andrew Brunson بندي کیدل دي.
د استانبول په هکله یو انځوریز البوم:( 26.03.2018 )