تر دوو کلونو وقفې وروسته په نوي کال بیا اورلوبي
۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبهاعلان
د تیرو دوو کلونو په نسبت سږکال په ډیرو هیوادونو، د هغې جملې څخه جرمني کي د کرونا محدودیونه ختم سوي او خلگ کولای سي دغه ډول جشنونه او میلې ونیسي. د همدې کبله په جرمني کي د پټاکیو او ټکانو په خرڅلاو کي هم کوم محدودیت وجود نلري.
خو د اورلوبو او سورسورانکو د مفهوم او بې معنی والي پرسر معمولي بحثونه بیرته تاوده سوي دي. نن شپه به د نورو کلونو په نسبت د حرارت درجه هم ډیره لوړه وي او اولاف شولڅ د صدراعظم په حیث د دوهم وار دپاره بیانیه ورکوي.