1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او قطري امیر د افغانستان د سولې په اړه تلیفوني خبري کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهار شنبې په ورځ د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې بهیر او په دې هیواد کې د تاوتریخوالي د کمښت د اهمیت په اړه خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3bHhD
USA Donald Trump und Tamim bin Hamad al-Thani
آرشیف انځورانځور: Reuters/K. Lamarque

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې ولسمشر دونالد ترمپ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، سره د تلیفون له لارې خبرې کړي او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو پر اهمیت یې بحث کړی دی.

په بیانیه کې دا هم راغلي دي چې دواړه مشران په افغانستان کې بندیانو د آزادیدو پر اهمیت هم سره غږیدلي دي.

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمیدل د ولسمشر اشرف غني، په مشرۍ د افغان حکومت اصلي غوښتنه ده ترڅو د کابل په حواله په فبروري میاشت کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې لاسلیک شوي تړون بشپړ پلي کیدو ته لاره هواره شي. له بلې خوا بیا طالبان د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو پر آزادیدو باندې ټینګار کوي.

د امریکا او طالبانو په تړون کې راغلي دی چې د مارچ تر ۱۰ نیټې پورې باید د طالبانو تر ۵۰۰۰ پورې بندیانو او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان آزاد شي او بیا په همدې نیته بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي. خو اوس چې په تړون کې له ټاکل شوې نیتې له یوې میاشتې ډیر وخت تیر شوی دی، دواړو خواو یوازې څو سوه بندیان آزاد کړي او بین الافغاني خبرې هم نه دي پیل شوي. طالبانو هم پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

که له یوې خوا افغان حکومت د بندیانو د آزادیدو له پاره د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمیدل د مخکیني شرط په توګه وړاندې کوي، طالبان بیا ټینګار کوي چې تر هغه پورې چې یې ټول ۵۰۰۰ بندیان نه وي آزاد شوي نه به له افغانانو سره خبرو ته کښیني او نه به هم په خپلو بریدونو کې کموالی رواړي.

ښايي د رامنځ ته شوي بنبست د ماتولو له پاره امریکایي چارواکو له قطر سره خپل تماسونه ډیر کړي وي څو پر طالبانو باندې فشار راوړي. قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر او د دې ډلې د ډیر شمیر مشرانو کوربه هیواد دي او انګیرل کیږي چې پر طالبان باندې نفوذ لري.