ترمپ په رسمي ډول نوماندي ومنله
۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعهد امریکا جمهور رئیس دونالد ترمپ د جمهوري غوښتونکو د کنگرې په څلورمه ورځ خپله وینا وکړه او په رسمي ډول یې د ۲۰۲۰م کال د نووامبر پر دریمه انتخاباتو ته کاندیدل ومنل.
هغه په خپله وینا کي له دیموکراټ گوند څخه خپل سیال جو بایدن تر انتقاد لاندي راوست او وې ویل چي هغه د خپلي ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کي په هغو جبران خسارو باندي مصروف وو چی بایدن یې په تیرو ۴۷ کلونو کي سبب سوی دی.
ترمپ ادعا کوي چي دیموکراټ گوند د امریکا له پاره کومه برنامه نه لري او د بایدن له خوا یوازي تر ټولو ډیر افراطي وړاندیزونه طرح سوي دي. ترمپ زیاته کړه چی بایدن به د امریکایانو د کاري فرصتونو د له منځه تلو سبب سي.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کي د تورپوستو وضعيت ته هم اشاره وکړه او وې ویل چي تر ابراهام لینکلن وروسته د هغه د ولسمشرۍ په دوره کي ددغه قشر له پاره تر ټولو ډیر کارونه سوي دي.
هغه دلیل راوړ چي د کرونا د پاندیمي پر وخت د کارځایونو په رامنځته کیدو سره د تور پوستو د بیکارۍ کچه تر ټولو کښتي سطحي ته ورسیدله. هغه د خپلو خبرو په ادامه وویل چي د هغه د ولسمشرۍ په دوره کي د قضايي اصلاحاتو پر اساس ډیر تورپوستي د امریکا له زندانونو څخه آزاد سوي دي.
ترمپ په خپلو خبرو ژمنه وکړه چي په انتخاباتو کي د بریالیتوب په صورت کي به د خپلي ولسمشرۍ په دوهمه دوره کي د خپل تاریخ تر ټولو قوي اقتصاد جوړ او ډیر کاري فرصتونه رامنځته کړي، همدارنگه به په امریکا کي آرامي او امنیت حاکم وي.
د آلمان خبري آژانس د ترمپ د انتخاباتي دورې د اصلي او مهمو ۵۰ برنامو په اړه رپوټ ورکړی چي مخکي خپرې سوي دي. په دغو برنامو کي د ترمپ د ولسمشرۍ په څلورکلني دوره کي د »نه باور وړ لاس ته راوړنو« ته اشاره سوې ده.
د جمهوري غوښتونکو څلور ورځنۍ کنگرې د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ. که څه هم د جمهوري غوښتونکو په سونو استازو په دغو مراسمو کي د گډون له پاره د شمالي کارولاین شارلوت ښار ته سفر کړی وو خو دونالد ترمپ بیا غوره وگڼله چي خپله وینا د کنگرې په وروستۍ شپه په سپینه ماڼۍ کي وکړي.