1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه مهاجر بیرته خپلو هيوادونو ته لېږي

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په تازه رپوټ کې پر ترکیې تور لگېدلی چې د سوريايي مهاجرو تر استولو دمخه له غوی سره ناوړه چلن کوي. دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرو د تنیظیم له پاره څو اوونۍ دمخه ترکیې له اروپا سره یو تړون لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/1HO2L
انځور: picture alliance/AA/B. Akay

د بخښني نړیوال سازمان (ايمنستي انترنيشنل) په هغه رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۵مه) خپور شوی دی وايي چې د ترکیې حکومت مهاجر بندي کوي او پر هغوی فشار راولي، څو هغو سیمو ته بیرته ولاړ شي چې هلته اوس هم جګړه روانه ده.

په دې رپوټ کې چې عنوان یې «د اروپا دروازه وان» دی همداراز دا هم ويل شوي دي چې ترکيه په دوامداره توګه مهاجر په ليري پرتو سیمو کې توقیف ځایونو ته استوي او له هغه ځايه څخه سوریې او عراق ته بیرته استول کیږي خو تر هغه دمخه ناوړه چلن ورسره کیږي.

د بخښني نړیوال سازمان له ترکیې سره د اروپایي اتحاديي پر مالي مرستو هم نیوکه کړې ده او وايي چې دې مرستو تر یو حده په ترکيه کې «د ليري پرتو توقیف ځاینو په جوړولو کې مرسته کړي ده چې مهاجر پکښې په انزوا کې دي».

په رپوټ کې راغلي دي: «دا ډېر دردوونکی خبر دی چې د اروپایي اتحاديي پیسې پر غیر قانوني توقیف ځایونو او د مهاجرو پر بیرته استولو لګول کیږي. اروپایې ټولنه باید په دې ډاډه شي چې له ترکیې سره مالي مرستې او د مهاجرو په اړه همکاري د مهاجرو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.»

ترکي چارواکي دا رپوټ غندي

د بخښني نړیوال سازمان ادعا کوي چې دوی تر سلو له ډېرو مهاجرو سره خبري کړي او په دې اړه اسناد هم لري. دا کسان په ترکيه کې ليرې پرتو استوګنځایونو ته انتقال شوي دي او هلته د ترکيې د امنیتې ځواکونو له خوا ورسره ناوړه چلن شوی دی او تر هغه وروسته بیرته په خپل اصلي هیواد کې داسې سیمو ته استول شوي دي چې هلته اوسمهال جګړه روانه ده.

د ترکيې حکومت یوه چارواکي دا رپوټ رد کړی دی او وایي چې تر یوې سلني هم لږو سوریایي مهاجرو د شرایطو سختیدل نه دي محسوس کړي.

ترکيي ۲،۲ میلیونه سوریایي مهاجرو ته له هغه وروسته پناه ورکړه چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوريه کې کورنۍ جګړه پیل شوه. سر بیره پر دې چې ویل کیږي ډېرو مهاجرو ځانونه اروپا ته رسولي دي بیا هم په ترکيه کې د میشتو مهاجرو شمیر تر ټولو ډېر دی.

بروکسل او انقرې د مهاجرو د کړکیچ د تنظیم په اړه تیره میاشت یو هوکړه لیک لاسليک کړ چې له مخې یې ترکېه باید اروپایي اتحادیې ته د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي او د دې کار له پاره به د اروپایي اتحاديې له خوا ۳،۲ میلیارده یورو تر لاسه کوي.