ترکيه پر سوريايي کردانو يرغلونو ته ادامه ورکوي
۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبهد ترکيې د دفاع وزير عصمت يلماز، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروي ۱۵مه) هغه راپور رد کړل چي گويا عسکر دي ئې د سوريې خاوري ته ننوتلي وي. هغه زیاته کړې ده چي هيواد ئې په پام کي نه لري خپل گاونډي هيواد ته عسکر ولېږي.
يلماز، چي د خپل هيواد د پارلمان يوه کمېسيون ته خبري کولې د هغي پوښتني په جواب کي چي د سوريې د بهرنيو چارو وزير د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته لیک لېږی دئ، وويل: «دا سمه نه ده، سوريې ته د ترکي عسکرو د لېږلو په اړه هيڅ فکر نه کيږي.»
د سوريې حکومت ويلي دي چي داسي ښکاري د شنبې په ورځ دي د ترکيې نژدې ۱۰۰ عسکر چي په درنو وسلو سمبال ول په ۱۲ «پيک آپ» موټرو کي د دوی خاوري ته ننوتلي وي. ويل سوي دي چي د دغو عملیاتو هدف د سوريې حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ وو.
ترکيې د شنبې او يکشنبې په ورځو له هغه وروسته چي کردانو د سوريې په حلب ښار کي يوه هوايي اډه ونيوله پر دغي اډې باندي بمبار وکړ. د ترکيې لومړي وزير ويلي دي چي کردي جنگيالي بايد له هغو سيمو څخه نيولي ئې دي، ووځي.
داود اوغلو د جرمني له صدراعظمي انگيلا ميرکل سره په تليفوني خبرو کي ويلي دي چي ترکيه کردي جنگيالیو ته اجازه نه ورکوي چي «تهاجمي اعمال وکړي».
د ترکيې د لومړي وزير دفتر د معلوماتو له مخي اوغلو، ميرکل ته ويلي دي: «زموږ امنيتي ځواک لازم جواب ورکړی دئ او دې کار ته به ادامه ورکړي.»
د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه چي په لندن کي مېشته ده، د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی چي نژدې ۳۵۰ افراطي جنگيالیو ته د ترکيې خاوري ته د داخلېدو اجازه ورکړل سوې ده.
دغي څارونکي ادارې ويلي دي چي دغه جنگيالي په اعزاز او تل رفعت کي له کردانو سره په جنگ کي ښکېل ياغيانو د ملاتړ په موخه د ترکيې خاوري ته ننوتلي دي.