«په سوريه کي د روسيې د عملياتو پای به د افغانستان په شان وي»
۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبهد ترکيې «حريت» ورځپاڼي د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د لومړي وزير احمد داود اوغلو، له قوله ليکلي دي: «هيڅوک بايد دا له ياده ونه باسي چي د سړې جگړې پرمهال د شوروي اتحاد ځواکونه قدرتمن افغانستان ته ننوتل، خو له دغه هيواده بيا له ډېر کمزوري حالت سره ووتل.»
اوغلو زیاته کړې ده: «نو هغه څوک چي نن سوريې ته ننوتلي دي، همدغه شان به په کمزوري حالت کي له دغه هيواده بيرته وځي.»
هغه يووار بيا په سوريه کي د روسي ځواکونو پر عملياتو نيوکه وکړه: «روسيې دغه راز د ملکي وگړو پر هغو سيمو باندي چي له تروريزم سره هيڅ تړاو نه لري، خپلو بې رحمانه بمباريو ته دوام ورکړی.»
اوغلو ويلي دي: «موږ د روسيې د ۶ زرو پروازونو په اړه داسي معلومات لرو چي نژدې ۹۰ سلنه ئې پر ملکي سيمو او يوازي ۱۰ سلنه ئې د داعش پر ضد سوي دي.»
د هغه په خبره په سوريه کي د روسيې د هوايي يرغلونو په اړه بشپړ معلومات نه یوازي له ترکيې، بلکي له ټولي نړيوالي ټولني سره، لکه امريکا متحد ايالت او ملگرو ملتونو سره سته.
د ترکيې لومړي وزير ټينگار کړی دئ چي اوس هغه وخت رارسېدلی، څو دغه شان يرغلونه پای ومومي.
روسيې تر اوسه پوري د ترکيې د لومړي وزير د څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.