ترکيه: یوه ۸۸ کلنه ښځه له ویجاړيو ژوندۍ راوښکل شوه
۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبهد آلمان د طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې (THW) یوې وياندې، کترینا ګاریښت، وويل چې دغه ښځه ضعیفه شوې خو په حال وه چې د ماتو شوو هډوکو د درمنلې له پاره ېې روغتون ته رسول شوې ده.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په سیمه کې د ترکېې د ملکي دفاع کارکوونکو او پوځ، شپې شاوخوا ۸ بجې د آلمان د ژغورنې ټيم له پيښې خبر کړ چې تر هغه وروسته آلماني ژغورونکو د یوه ژباړونکي په مرسته له ښځې سره تماس برقرار او هغه ېې شپې شاوخوا ۱۰ بجې له ويجاړيو راوښکله.
په دې هکله نور: د ترکیې او سوریې په زلزله کې د مړو شمېر له ۲۴ زرو هم لوړ شو
یاده آلمانۍ اداره وايي چې د دغې ښځې له ژغورنې سره د دې هېله مندي رامنځ ته شوي چې ښايي ډير نور کسان به هم تر خاورو لاندې ژوندي پاته وي. خو دا په داسې حال کې ده چې د پاتې احتمالي ژوندیو خلکو د ژغورنې له پاره وخت نور مخ په خلاصېدو دی. د رپوټونو له مخې، ترکي چارواکو ويلي دي چې د ژغورنې لومړنی پړاو تقریباْ مخ په ختمېدو دی او وروسته له دې به د ژغورنې دوهم پړاو چې د اجسادو راوښکل وي، پېلوي.
په ترکېه او سوریه کې زلزله د تېرې دوشنبې په ورځ رامنځ ته شوه، د نن یکشنبې ورځې فبرورۍ ۱۲مه رپوټونو کې ويل شوي چې په دغه زلزله کې د مړو شمیر ۲۸ زرو ته پورته شوی دی.
mks/aa/(dpa)
انځوریز البوم: