ترکیه کې د ولسمشرۍ دوهم ځلې ټاکنې پیل شوي
۱۴۰۲ خرداد ۷, یکشنبهپه ترکیه کې نن یکشنبه (د ۲۰۲۳ کال د می ۲۸ نېټه) د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات روان دي. په دغو انتخاباتو کې به د ترکیې وګړي پریکړه وکړي چې تر شل کلنې دورې وروسته به ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل حکومت ته ادامه ورکړلای شي که نه. په دغو ټاکنو کې د اردوغان سیال قليچدار اوغلو دی. اوغلو په دې وروستیو کې د مهاجرینو ضد ځینې سختې څرګندونې هم کړې وې.په ترکيه کي ټاکنې: درېم نوماند د اردوغان ملاتړ اعلان کړ
د معلوماتو له مخې نن یکشنبې په ورځ د سهار په ځايي وخت اتو بجو د رایې اچونې مرکزونه پرانیستل شوي دي او په ټوله ترکیه کې به خلک د ورځې تر ۵ بجو پورې رایې وکاروي. د اټکلونو له مخې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان ښايي دغه ټاکنې وګټي د پنځو نورو کلونو له پاره هم د دې هیواد ولسمشر پاتې شي.
په ترکیه کې د روانې مې میاشتې پر ۱۴مه د ولسمشر ټاکنې وشوې چې پکې هیڅ یوه نوماند هم په کافي اندازه رایې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دوهم دور ته وغځیدې.