جاپان سپوږمۍ ته خپل لمړنی ماموریت پیل کړ
۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبهاعلان
لکه څنگه چي د بیړۍ د استولو د جریان څخه معلومیدله، د جاپان په وخت د شپې دوې بجې او ۳۸ دقیقو باندي په ټوکیو کي د نوتاسيسه شرکت ايسپیس- Startup Ispace لخوا جوړ سوی فضايي موټر د ایلان ماسک د سپیس ایکس- SpaceX امریکايي فضايي راکټ فالکون ۹ په توغولو سره فضأ ته ولیږل سو.
دا د جاپان په تاریخ کي سپوږمۍ ته اول فضايي ماموریت او هم په خپل ډول کي د یوه خصوصي شرکت پواسطه لمړنی ماموریت دی. د اضافي کنټرول او مراقبت په دلیل فضأ ته د دغي سفينې لیږل تر دې دمخه دوه واره ځندول سوی ؤ.