جاپان نور د هند په سمندر کي د ناټو او امريکايي ځواکونو سره لوژيستيکي مرستي نه کوي
۱۳۸۸ دی ۲۵, جمعهد جاپان سمندري ځواکونه نور په افغانستان کي د نړیوالو پوځي ځواکونو د عملیاتو ملاتړ نه کوي. دغه خبر د جمعي په ورځ فرانس پريس آژانس د جاپان ددفاع د وزير Toshimi Kitazawa د خولې څخه خپور کړی دی.
د هغي ورځۍ راهيسي چي د جاپان دنوي حکومت مشرYukio Hatoyama په دغه هیواد کي د چارو واګي په لاس کي اخیستي، د تير کال د سپتمبر په میاشت کي يې دا خبره کړې وه، چي نور به نه د ناټو او نه د امريکا د متحده ایالتونو دهغه ځواکونو سره چي په افغانستان کي عملیات سرته رسوي لوژيستیکي مر ستي وکړي.
خو د جاپان نوي لومړي وزير هاتو يا ما ددې ژمنه کړې، چي په راتلونکي کي به له افغانستان سره زیاتي پرمختيايي مرستي وکړي، او د افغانستان لپاره به ددغه هيواد مرستي پنځو ملیاردو امريکايي ډالرو ته ورسيږي.
جاپاني بيړيو د 2001 ميلادي کال راهيسي امریکايي او د ناټو هغه نورو هیواد ونو بيړيو ته، چي د هند په سمندر کي اوبه او دسون مواد رسول، چي په هغه کي افغانستان ته دپوځي عملیاتو دپرمخ بيولو دپاره اکمالات رسول.
د جاپان پخواني حکومت څوڅو واري دغه تړون د امریکایانو او ناټو د نورو هیوادونوسره تمديد کړی و خو د جاپان نوي حکومت له دې کاره څخه ډډه کړې.
د جاپان د نوي حکومت دغه اقدام دهغه اقداماتو يوه برخه بلل کیږي،چي غواړي په راتلونکي کي د امریکایانو سره دمساوي حقوقو پر بنسټ اړیکي وپالي.
د جاپان نوی حکومت غواړي،چي د هند په سمندر کي د ناټو او امریکايي بيړیو سره د لوژيستکي مرستو پر ځای د افغانستان لپاره خپل پرمختیايي مرستي زياتي کړي او د افغانستان د پوليسوپه روزنه کي له دغه هیواده سره مرستي وکړي.
جاپان همدا اوس د افغانستان دپوليسو، چي شمېر يي 80000 ته رسیږي نیمايي تنخواي منلي دي،او دې کار ته يې هم خپل چمتوالي ښودلی،چي د هغه طالبانو په روزنه کي مرسته وکړي، چی غواړي د جګړې څخه لاس واخلي.
AFP/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل