1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني او مالیزیا غواړي نژدې گډه همکاري سره وکړي

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

جرمني او مالیزیا غواړي خپل اقتصادي او سیاسي مناسبات نور هم تقویه او پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/4NgEK
Deutschland | Bundespräsident Steinmeier reist nach Südost-Asien
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

پر دغي خبري باندي د المان جمهوررئیس، فرانک والټر شټاین مایر او د مالیزیا صدراعظم، انور ابراهیم په پایتخت کولالمپور کي د لیدني کتني پروخت ټینگار وکړ. 
شټاین مایر واضح کړه، چي مالیزیا د الماني اقتصاد سره پدې برخه کي کومک کولای سي، چي په چین پوري یوطرفه وابستگي راکمه کړي. ابراهیم بیا پخپل نوبت سره د شټاین مایر لیدنه کتنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو مناسباتو یو مهم زیگنال وباله. مالیزیا همدااوس هم د اسین ډلي هیوادونو له جملې څخه د جرمني مهم تجارتي ملګری دی.