شخړياروپا
جرمني: ۱،۰۳ ملیونه اوکرایني مهاجر راغلي
۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبهاعلان
لکه څنگه چي المانۍ ورځپاڼي، بیلډ د جرمني د داخله وزارت په حواله نن یکشنبه لیکلي دي، د همدې نومبر میاشتي تر ۲۱ مي پوري دغه هیواد ته ۱۰۲۷۷۸۹ اوکرایني مهاجرین راغلي او ځای پرځای سوي دي. دا مثلأ د فرانسې به نسبت نهه واره ډیر دي.
په همدې دلیل د اروپا د اتحادیې په پارلمان کي د محافظه کارانو د فراکسیون مشر، مانفرید وېبر د اوکرایني مهاجرینو سره د ډیر پیوستون او یو پر بل باندي دعادلانه ویشلو خبره کړې ده. هغه ویلي: «که اوس د ژمي پر وخت د روسي پوځ د حملو او بمباریو په نتیجه کي نور اوکرایني مهاجر مجبوره سي، چي وطن پریږدی او وتښتي، نو باید غربي اروپا لا ډیر مسؤلیت پر غاړه واخلي». په خبره یې د دغه بې مثاله چلنج سره باید د اروپا د اتحادیې ټوله دولتونه په گډه او مشترک ډول سره رفتار وکړي.