جلال آباد کي چاودنې مرګ ژوبله رامنځ ته کړه
۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبهد فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي افغان چارواکي وايي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل سوي او تقريبا ۲۰ نور ژوبل سوي دي. زياته سوې چي دغه بريد د يو ځانمرګي بريدګر له خوا په موټر کي د پټو سوو چاودېدونکو توکه په مرسته سوی دی. دا بريد په داسي حال کي ترسره کيږي چي ولسمشر اشرف غني هم دغه ښار ته په سفر ورغلی دی.
د ولايت وياند عطالله خوږياني و فرانس پريس خبري آژانس ته د ياد شمېر مرګ ژوبلې پخلی کړی دی. د خوږياني په وينا په وژل سوو کي ۱۰ سکهان هم شامل دي. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش هم د مرګ ژوبلي خبرونه تائيد کړي او زياته کړې يې ده چي دغه بريد په لوی احتمال سره «يو ځانمرګی بريد» وو.
د ننګرهار ولايت د روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال بيا د وژل سوو کسانو شمېر ۱۵ ښودلی دی. د افغانستان د ولسمشر دفتر ويلي دي چي غني د چاودنې پر وخت په دغه ښار کي وو خو زياته کړې يې ده چي هغه د چاودنې له ځای څخه ليري وو.
داسي بيري سته چی د دغه بريد د قربانيانو شمېر ښايي لا جګ سي. د دغه بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.